امریکا او ملګرو ملتونو له پاکستانه غوښتي چې د بشري حقونو د کارکوونکي راشد رحمان د وژلو د پیښې بشپړ پلټنې وکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير ويليم برنز پر پاکستان غږ کړی دی چې پر خپله مځکه د ترهګرو پټنځايونه له منځه يوسي.
د پنجاب په ملتان ښار کې د پاکستان بشري حقونو کمیشن ځايي مشر راشد رحمان د وژلو پر ضد د جمعې پر ورځ د هيواد په بيلا بيلو برخو کې احتجاجي او تعزيتي غونډې وشوې.
د پاکستان سرکاري ټېليویژن د یوه خبره له مخې د قامي اسمبلۍ غونډې په یوه خوله په پاکستان کې د يوټيوب بیرته خلاصولو پرېکړه لیک (قرارداد) منظور کړ.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان ويلي دي چې له وسله والو طالبانو سره خبرې اترې پر مثبت لوري روانې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د ترهګرۍ په اړه په خپل کلني راپور کې د افغانستان او پاکستان پر حالاتو هم رڼا اچولې ده. په دغه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د ترهګرو بیلا بیلې ډلې فعاله دي.
بر تانیا وايي، تر هغو چې پاکستان د سختدریځۍ او وسله والو پر وړاندې موثر ګامونه نه وي اخیستي، د دې هېواد مرستې دې کمې کړل شي.
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف وايي، حکومت د سولې لپاره وسله والو طالبانو سره په ښه نیت خبرې کوي او هیله مند دی چې دا عمل به ګټه ور وي.
د کراچۍ د مومن اباد تاڼیدار مجید مروت له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل، پېښه له میټرویل سره نژدې د طاهریه مدرسې دننه شوې ده.
د پاکستان ډان ورځپاڼه لیکي، د دې باوجود چې په پاکستان کې د یو شمیر ترهګرو بریدونو پړه وسلوالو ډلو منلې، خو تر اوسه پورې حکومت داسې یو تنظیم هم غیر قانوني ندی ګرځولی.
پاکستان په افغاني رسنیو کې خپاره شوي هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې دوی په افغانستان کې پیل کړې مروستندویه پروژې پریښي دي.
د طالبانو مذاکراتي کميټۍ وايي چې د ددوی او د حکومتي مذاکرتي کميټۍ ترمنځ به ډير زر غونډه وشي.د دواړو خواوو ترمنځ د اوربند د ختمیدو نه پس به دا لومړۍ مهمه غونډه وي چې پکې به په اهمو موضوعاتو خبرې کیږي.
نور وښیئ