د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانیا له پاکستان سره د مرستو پر کمولو غور کوي


بر تانیا وايي، تر هغو چې پاکستان د سختدریځۍ او وسله والو پر وړاندې موثر ګامونه نه وي اخیستي، د دې هېواد مرستې دې کمې کړل شي.

د برتانیا د پارلېمان د نړیوال پرمختګ کمېټۍ په خپل رپورټ کې وړاندیز کړی دی چې پاکستان ته ورکوونکې مرستې دې بې وزله او غریبو هېوادونو ته ورکړل شي.


په رپورټ کې ویل شوي، تر هغو چې پاکستان د سختدریځۍ او وسله والو پر وړاندې موثر ګامونه نه وي اخیستي، د دې هېواد مرستې دې کمې کړل شي.

د پارلېمان د نړیوال پرمختګ کمېټۍ دا وړاندیز پر داسې وخت کړی دی چې د پاکستان وزیراعظم میا نواز شریف د برتانیا په سفر دی.

په سیاسیاتو او نړیوالو اړیکو کې د یوه هېواد حکومتي مشر چې بل هېواد ته ولاړ شي نو د دې ډول وړاندیزونو پیغام څه وي؟ دا پوښتنه مې په لاهور کې د سیاسي چارو له پوه پوهاند حسن عسکري وکړه.

دی وايي، برتانیا پاکستان ته واضح پیغام ورکول غواړي چې د اسلام اباد له کاره خوشاله نه ده:

((دا د خپګان خبره وي چې حکومت د وسله والو پر ضد سمه کارروايي نه کوي او دا احساس وي چې که د هېواد دننه [د ترهګرۍ] پېښې روانې وي نو چې هغوی پانګونه یا سرمایه ګزاري کوي د هغې به ګټه نه وي. نو پر همدې اساس دا ډول موضوعات پیدا کول کېږي. کله کله په امریکا کې هم دې ته ورته موضوعات راپورته کول کېږي او اوس چې د پاکستان وزیراعظم په برتانیا کې دی نو د دې موضوع راپورته کول، د یوه واضح پیغام ورکولو مانا لري.))

حسن عسکري وايي، د برتانیا د نړیوال پرمختګ کمېټۍ له وړاندیز سره به د پاکستان مرستې بندې نه شي خو بیا هم پاکستان باید پر دې خبرې غور وکړي:

((د دې کمېټۍ وینا او یا که پارلېمان هم دې ته ورته خبره وکړي، نو د دې کافي وزن وي. زه فکر نه کوم چې [برتانیا به] پر [مرستو] قانوني بندیز ولګوي. خو زما په اند دا وړاندیز باید د پاکستان د حکومت لپاره د غور نکته یا موضوع و اوسي.))

له پوهاند حسن عسکري مې پوښتنه وکړه چې د ده په اند ایا د برتانیا د نړیوال پرمختګ د کمېټۍ دا وینا چې پاکستان د سختدریځو پر ضد سمه کارروايي نه کوي سمه ده او که نه؟

دی وايي، د پاکستان حکومت له وسله والو طالبانو سره د روغې خبرو هڅې وکړې، خو ټول ازاد شنونکي په دې اند دي چې دا خبرې هېڅ راتلونکې نه لري:

(([د حکومت] له خوا کارروایانې په ډېره محدوده سطح کېږي او زما په اند د وخت له تېرېدو سره په پاکستان کې د سختدریځۍ رجحانات زیات شوي دي. دا مهال هم فېډرالي حکومت [له وسله والو] سره خبرې کوي او چې څومره ازاد شنونکي دي هغوی دا فکر کوي چې د روغې خبرو اوس خپل اصل یا روح له لاسه ورکړې ده او پرمختګ نه لري. خو حکومت ټینګار کوي چې د خبرو عمل به پر مخ وړي. زما په اند حکومت ځینې نظریاتي مسلې لري او د هغې له کبله هغه مشکلات نه ګوري چې ورته پیدا کېدای شي.))

برتانیا له ۲۰۱۱ز کاله تر ۲۰۱۵ پاکستان ته د یو ارب ۱۷ کروړه پاونډه ورکولو پرېکړه کړې وه. په دې ترځ کې هر کال پاکستان ته ۲۱ کروړه پاونډه ورکول کېږي. برتانیا فکر کوي چې په پاکستان کې د بې وزلۍ، تعلیم او روغتیا په برخه کې د ډېر کار ضرورت دی.
XS
SM
MD
LG