د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې لسګونه وسله والې ډلې ترهګرې نه دي پيژندل شوي



د پاکستان ډان ورځپاڼه لیکي، د دې باوجود چې په پاکستان کې د یو شمیر ترهګرو بریدونو پړه وسلوالو ډلو منلې، خو تر اوسه پورې حکومت داسې یو تنظیم هم غیر قانوني ندی ګرځولی.

ورځپاڼه لیکي په اخرې ځل د پیپلز ګوند حکومت د تیر کال په مارچ کې څوارلس ترهګر تنظیمونه غیر قانوني ګرځولي وو. په موجوده وخت کې دا کار د داخله چارو د مرکزي وزیر چودري نثار په واک کې دی، چې باید هغه وسلوالې ډلې غیر قانوني وګرځوي، کومو چې د پاکستان په ولس د ترهګرو حملو ذمه واري منلې ده، خو تر اوسه داسې څه په نظر ندي راغلي.

د کورني امنیت د ملي پالیسۍ ترمخه د کال ۲۰۰۱ راهیسي د داخله چارو وزارت په دغه هیواد کې ۶۰ وسلوال تنظیمونه غیر قانوني اعلان کړي دي. دا پالیسي په قامي اسمبلۍ کې د روان کال په فرورۍ کې وړاندې کړل شوه. د سپریم کورټ یو وکیل بشارت الله وایي کله چې یو تنظیم غیر قانوني وګرځول شي، نو د دغه تنظیم ټولې اثاثي، د فنډ راټولو کار ، د دوی غونډې او هر څه د ترهګرۍ د قانون لاندې راځي. خو په دې ټول عمل بیا ځینې نیوکې هم کیږي. امر رانا چې د پاکستان د دسولې د ذدکړو د انسټیټیوټ مشر دی ، او په ترهګرۍ یې ډیر لیکل هم کړي دي، وایې د غیرقانونه ښودل شویو تنظیمونو چلونکي همیشه نامالومه پاتې شوي دي. نوموړی زیاتوي چې د حکومت د دې طریقې په اړه څوک مالومات نه لري، چې دوی څنګه یو تنظیم غیر قانوني ګرځوي، نو بیا یې ټول کارونه هم بندوي او که نه.

امر رانا وایي، حکومت یو تنظیم تش په نوم غیر قانوني وګرځوي، خو هغوی خپل کارونه جاري ساتي او د دغې لپاره د تنظیم نوم بدل کړي.

ډان لیکي ، د مرکزي حکومت یو امنیتي چارواکی وایي، د داخله چارو وزارت کوشش کوي، داسې ټول ترهګر تنظیمونه غیر قانوني وګرځوي، او پرضد یې کاروایي وکړي، نو دوی هیله لري چې د کورني امنیت د ملي کړنلارې د عملي کیدو وروسته به دا کار نور هم اسان شي.

ډان ورځپاڼه وړاندې لیکي، کله مو چې د دغه چارواکي نه دا وپښتل چې د مسلم لیګ ن حکومت ولې تراوسه ترهګر تنظیمونه لکه احرار الهند چې په دې وروستیو کې یې د یو شمیر ترهګر بریدونو پړه منلې غیر قانوني نه دي ګرځولي ؟ په ځواب کې نوموړی وایي، باید هر یو تن چې د قانون خلاف ورزي کوي، له سزا سره مخامخ شي، خو دا خبره هم ډیره مهمه ده، چې موجوده حکومت د پیپلز ګوند د تیر حکومت او یا د نورو تیرو شوو حکومتونو غوندې دغه وسلوالې ډلې غیر قانوني نه دي ګرځولي.

د ۲۰۰۸م کال د انتخاباتو سمدستي وروستهد هغه مهال د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک ، لشکر اسلام ، انصار اسلام او تحریک طالبان د ناقانونه ګرځول شویو وسلوالو ډلو په فهرست کې شاملې کړي وو، او ددې نه وړاندې په ۲۰۰۲ کال کې جیش محمد، لشکر طیبه او سپاه صحابه غیر قانونه ګرځول شوي وو، او په ۲۰۰۳م کال کې القاعده په دې فهرست کې د ټولو نه لومړۍ شامله کړای شوې وه.
XS
SM
MD
LG