د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د توهین رسالت مقدمو کې پر وکیلانو او ججانو دباو وي


په ملتان کې د پاکستان بشري حقونو کمیشن ځايي مشر راشد رحمان د وژلو پر ضد په ملک کې احتجاجي او تعزيتي غونډې وشوې.
په ملتان کې د پاکستان بشري حقونو کمیشن ځايي مشر راشد رحمان د وژلو پر ضد په ملک کې احتجاجي او تعزيتي غونډې وشوې.

د پنجاب په ملتان ښار کې د پاکستان بشري حقونو کمیشن ځايي مشر راشد رحمان د وژلو پر ضد د جمعې پر ورځ د هيواد په بيلا بيلو برخو کې احتجاجي او تعزيتي غونډې وشوې.

په پاکستان کې د لاهور وکيلانو اتحاديې مشر شفق محمد چوهان وايي، په ملتان کې د راشد رحمان اېډوکېټ وژنه ټولو هغو وکيلانو ته ګواښ دی چې د مذهبي سپاکوي (توهين رسالت) او ترهګری په اړه مقدمې چلوي.


د پنجاب په ملتان ښار کې د پاکستان بشري حقونو کمیشن (هيومن رايټس کميشن آف پاکستان) ځايي مشر راشد رحمان د وژلو پر ضد د جمعې پر ورځ د هيواد په بيلا بيلو برخو کې احتجاجي او تعزيتي غونډې وشوې.

نوموړی د چارشنبې په ورځ نامالومو کسانو پخپل دفتر کې وژلی وو.

د پاکستان بشري حقونو کمیشن مشري زهره يوسف د زيارت پر ورځ مشال راډيو ته ويلي وو چې راشد رحمان د مذهبي سپکاوي په مقدمه کې ښکېل د يوه تورن کس وکيل وو چې هم په عدالت کې د اورېدنې پر وخت نوموړي ته د مرګ دړکې ورکول شوې وې.

د لاهور بار اسوسيېشن مشر شفقت محمود چوهان مشال راډيو ته وويل چې د ارشد رحمان ايډوکېټ له وژل کيدو سره هغو وکيلانو ته هم يو پيغام ورکړل شو چې د توهين رسالت يا ترهګری په اړه مقدمې چلوي. د ده په وينا وار له مخه وکيلان د توهين رسالت د مقدمو له اخیستلو څخه ځان ګوري.

"خبره د ردولو تر حده نه ده رسيدلې. خو دا خبره ضرور ده چې ځينو خلکو له دې قسم مقدمو څخه ځان ګوښه کړی دی. د راشد رحمان ايډوکېټ له وژلو سره به اوس داسې وشي چې په مستقبل کې به زياتره وکيلان د توهين رسالت د مقدمې له اخیستلو څخه وارخطا کېږي."

کله چې په دوه زره يوولسم کال کې د پنجاب ګورنر او د پيپلز ګوند يو مشر سلمان تاثير د خپل محافظ ممتاز قادري لخوا ووژل شو نو په هيواد کې يوه برخه کسانو او مذهبي ډلو د ممتاز قادري د اقدام ملاتړ وکړی. د پاکستان د هغه وخت ولسمشر آصف علي زرداري له هغې پېښې څه موده وروسته د خبريالانو سازمان سيفما غونډې ته وويل چې حالت دې ځای ته رسېدلي دي چې دوی ته د سلمان تاثير د مقدمې چلولو لپاره وکيل نه ملاوېږي.

د پاکستان بشري حقونو کمیشن د خيبر پښتونخوا مشر شير محمد ايډوکيټ چې پخپله هم د های کورټ پخوانی جج وو، مشال راډيو ته وويل چې يوازې وکيلان نه بلکې د توهين رسالت مقدمې اورېدنکي ججان هم له دباو سره مخامخ وي. په دې اړه نوموړی د سلمان تاثير وژونکي ممتاز قادري ته د مرګ سزا اورونکي جج پرويز علي شاه مثال ورکوي.

"د ممتاز قادري په مقدمه کې چې کوم جج فيصله اورولې ده هغه له هيواد ( پاکستان) څخه و ايستل شو. ځکه چې هغه ته حکومت نه امنيت ورکولی شو او نه يې هم و ماشومانو ته روزګار. ارشد رحمان پخپل دفتر کې دننه ووژل شو نو تاسو له دې د ججانو او وکيلانو د حالت اندازه لګولی شی."

خو په اسلام آباد کې د پيس اينډ ډيويلپمنټ فاونډيشن يو کارکوونکې رومانه بشير چې د مذهبي هم آهنګۍ په اړه کار کوي يو بل اړخ په ډاګه کوي. دا وايې، د توهين رسالت په تور تورن کسان تر وکيلانو پورې په رسېدو کې له خطرونو سره مخامخ وي.

"اوس وکيلان هم مقدمو اخستلو ته زړه نه ښه کوي ځکه دوی خپل مستقبل په سترګو ويني او د ځپل شويو کسانو حالت خو بيخي خراب دی او وکيل ته له تلو سره د دوی خطر نور هم زيات شي. په ټولنه کې د دوی اوسېدل بېخي مشکل شي. چې کله په يوه مسلمان د توهين رسالت تور لګېږي نو يوازې هغه تورن کس ځورول کېږي خو چې کله هم دغه تور پر غير مسلمانانو باندې لګيږي نو پوره پوره کلي او کورنیانې یې وځورول شي."

د امريکا د مذهبي ازدايو په اړه سازمان کميشن آن انټرنيشنل ريليجيس فريډم پخپل يو رپورټ کې وايي چې په پاکستان کې دا وخت د توهين رسالت په اړه دېرش کسان د مرګ يا عمر قيد له مقدمو سره مخامخ دي.
XS
SM
MD
LG