د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د امن په خبرو کې اصل فریق پاکستانی پوځ او طالبان دي'


پروفیسر ابراهیم
پروفیسر ابراهیم

د پاکستان د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان ويلي دي چې له وسله والو طالبانو سره خبرې اترې پر مثبت لوري روانې دي.

پراګ: د پاکستان د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان ويلي دي چې له وسله والو طالبانو سره خبرې اترې پر مثبت لوري روانې دي.

چوهدري نثار علي خان د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې خبري غونډې ته د وينا پر وخت دا تاثر هم رد کړی چې ګواکه حکومت يا پوځ په خبرو اترو کې خنډ اچوي. نوموړي د طالبانو پر مذاکراتي کميټۍ هم نيوکي وکړې.

د پاکستان د کورنيو چارو د وزير د دې خبرو په ځواب کې د طالبانو د مذاکراتي کميټۍ غړی پروفيسر ابراهيم وايي چې دوی پر مذاکراتو سياست نه کوي او حکومت په خپله په پوځ خبره نشي منلای نو ځکه د ده په وینا ، چوهدري نثار علي خان داسې خبرې کوي.

پروفيسر ابراهيم دا څرګندونې د شنبې په ورځ د مشال راډيو له عبدالحي کاکړ سره په مرکه کې وکړې.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:54 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG