د پاکستان وزیراعظم نواز شریف وايي، حکومت د سولې لپاره وسله والو طالبانو سره په ښه نیت خبرې کوي او هیله مند دی چې دا عمل به ګټه ور وي.
دا څرګندونې نوموړي د خپل درې ورځني سفر پر وخت پرون (سېشنبه) برتانیا ته د رسیدلو پرمهال له خبریالانو سره په خبرو کې وکړې.
نواز شریف وویل، حکومت کوشش کوي چې د مذاکراتو لارې په هېواد کې امن راولي.
دیادونې وړ ده چې په پاکستان کې وسله والو طالبانو په دې ورستیو کې د اوربند ختمولو اعلان کړی خو ویلي یې دي چې مذاکرات به جاري ساتي.
بلخوا د وسله والو مذاکراتي کمیټۍ ویلي ډېر ژر به د حکومتي مذاکراتي کمیټۍ او د وسله والو طالبانو د شورا ترمنځه ملاقات وشي.