سراج ظهیر
اسلام اباد: امریکا له پاکستانه غوښتي چې د بشري حقونو د کارکوونکي راشد رحمان د وژلو د پیښې بشپړ پلټنې وکړي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي د جمعې په ورځ په واشنګتن کې خبریالانو ته وویل چې په پاکستان کې د بشري حقونو د مدافع وکیل راشد رحمان د وژل کېدو رپوټونو هغوی دېر خفه کړي دي.
جین ساکي زیاته کړې چې دوی پاکستاني چارواکي دې ته هڅوي چې د دې جرم په اړه تحقیقات وکړي او هغه کسان عدالت ته راولي چې په دې پېښه کې یې لاس درلود.
بل پلو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې هم د راشد رحمان د وژل کېدو په کلکه غندنه کړېده او د غوښتنه یې کړېده چې د نوموړي وژونکي ومیندل شي او عدالت ته وسپارل شي.
د پاکستان د بشري حقونو د سازمان غړی او د توهین رسالت په یوه مقدمه کې دفاعي وکیل راشد رحمان د چارشنبې په ماښام د پنجاب صوبې په ملتان ښار کې هغه مهال وژل شو چې نوموړی پر کچارۍ سړک په خپل دفتر کې ناست وو.
د پاکستان د بشري حقونو سازمان (هیومن رايټس کميشن اف پاکستان) تور لګوي چې راشد رحمان ته په عدالت کې د توهين رسالت د يوه تورن کس د دفاع پر وخت د مرګ دهړکې ورکړل شوې وې.