د لاسرسي ځای

تازه خبر

ویلیم برنز: پاکستان دې د ترهګرو مرکزونه له منځه یوسي


د پاکستان او امریکا بېرغونه
د پاکستان او امریکا بېرغونه

د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير ويليم برنز پر پاکستان غږ کړی دی چې پر خپله مځکه د ترهګرو پټنځايونه له منځه يوسي.

ریاض موساخېل

اسلام اباد:
د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير ويليم برنز پر پاکستان غږ کړی دی چې پر خپله مځکه د ترهګرو پټنځايونه له منځه يوسي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت محکمې لخوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې ویلیم برنز دا څرګندونې د شنبې په شپه په اسلام اباد کې له پاکستاني وزيراعظم نواز شريف سره د خبرو اترو پر مهال کړې دي.

ویلیم برنز که څه هم د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان د هلو ځلو ستاينه کړې خو ويلي یې دي چې پاکستان بايد پر خپلو پولو د وسله والو د تګ راتګ مخه ونيسي.

ویلیم برنز پاکستان ته د خپل دوه ورځني سفر پر مهال د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ په ستراتیژیکو خبرو اترو کې پر شوي پرمختګ اطمنان څرګند کړی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت یبا په یو خبر پاڼه کې ویلي چې ویلیم برنز له پاکستانیو چارواکو سره په افغانستان کې د جوړجاړي پر بهیر او سيمه یيزو هم خبرې اترې کړې دي.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:47 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG