د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: حکومتي او طالب مذاکراتي ډلې بیا غونډه کوي


د طالبانو مذاکراتي کميټۍ وايي چې د ددوی او د حکومتي مذاکرتي کميټۍ ترمنځ به ډير زر غونډه وشي. د دواړو خواوو ترمنځ د اوربند د ختمیدو نه پس به دا لومړۍ مهمه غونډه وي چې پکې به په اهمو موضوعاتو خبرې وشي.


پروفيسر محمد ابراهيم چې د طالبانو له غاړې د مذاکراتي ډلې له مشرانو څخه دی، تیره ورځ یې له پاکستاني رسنيو سره په خبرو کې وويل چې له حکومتي مذاکراتي کميټۍ سره تر ملاقات ورسته يي د طالبانو له شورا سره هم رابطه شوې او تمه ده چې ياده شورا به په راتلونکو څو ورځو کې له حکومتي مذکراتي کميټۍ سره ليده کاته وکړي.

په دی اړه د طالبانو د مذاکراتي کميټۍ یو مسوول مولانا يوسف شا د اتوار په سهار مشال راډيو ته وويل:

(( موږ له حکومت او طالبانو دواړو نه غوښتنه کړېده چې د خپلو غوښتنو مسودې دې موږ ته وسپاري، چې موږ یې د غونډې پرمهال وړاندې کړو. ))

همدارنګه پروفيسر ابراهيم ويلي دي چې په دی ملاقات کې به د طالبانو په قی کې د موجودو قيديانو د خوشې کولو سربيره په نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشي.

نوموړي زياته کړه چې د مذاکراتو د کاميابۍ لپاره بايد چې دواړه خواوې ډزبندي وکړي. ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې طالبانو د حکومت سره خپل اوربند ختم کړی و، خو د سولې د پروسې د جاري ساتلو هوډ یې ښکاره کړی و.
XS
SM
MD
LG