پاکستان په افغاني رسنیو کې خپاره شوي هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې دوی په افغانستان کې پیل کړې مروستندویه پروژې پریښي دي.
په کابل کې د پاکستان سفارت دیوې خبر پاڼې په خپرولو سره وايي : دپاکستان حکومت په افغانستان کې د هغو ټولو پروژو بشپړولو ته ژمن دی چې ژمنه یې کړې ده.
په دغو پروژو کې د تورخم ــ جلال اباد د لویې لارې ، په کابل کې د رحمان بابا د لیسې د لیلیې ( هاسټل ) ، په کابل کې د جناح روغتون ، په لوګر کې د امین الله لوګري روغتون او په جلال اباد کې د نشتر د بډوډو د مرکز جوړول شامل دي.
په خبر پاڼه کې وړاندې راغلي : دپاکستان حکومت وار له مخه په افغانستان کې یو شمیر پروژې بشپړې کړې هم دي چې ورکې کابل کې د رحمان بابا د لیسې ، په مزار شریف کې د انجینیرۍ د فاکولتې ، په کابل کې د علامه اقبال د بشري ذدکړو د فاکولتې او په جلال اباد کې د سرسید د فاکولتې جوړول شامل دي.
دخبر پاڼې په پای کې راغلي پاکستان همدارنګه ، درېوو زرو افغان ذدکونکو ته په خپلو کالجونو او پوهنتونونو کې د ذدکړو لپاره بورسونه ( سکالرشپونه ) هم ورکړي دي.
د یادولو ده چې تیره ورځ دافغانستان په رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې د پاکستان حکومت د فنډونو د نیشتوالي له امله په افغانستان کې پیل کړې پرمختیايي پوژې ودرولي دي.
په ځینو افغانو رسنیو کې داهم ویل شوي وو چې د هندوستان حکومت ددغو پروژو تکمیلولو ته سینه ډبولې ده.
هندوستان او پاکستان چې د یو بل رقیب هیوادونه دي، تل هڅه کوي په افغانستان کې له زیات نفوس څخه برخمن وي.