د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په افغانستان او پاکستان کې د اورپکو پټنځایونه لاهم خوندي دي'


فایل فوټو
فایل فوټو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د ترهګرۍ په اړه په خپل کلني راپور کې د افغانستان او پاکستان په حالاتو هم رڼا اچولې ده. په دغه رابور کې راغلي چې په افغانستان کې د ترهګرو بیلا بیلې ډلې فعاله دي چې پکې القاعده، حقاني شبکه او نورې هغه هم شاملې دي.


په راپور کې راغلي په کونړ او نورستان ولایتونو کې القاعده په پراخه کچه فعاله ده، ځکه چې، د پاکستان پولې ته نږدې په دغو سرحدي سیمو کې افغان ملي ځواکونه نشي رسېدلای. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپاره شوي راپور کې راغلي په ۲۰۱۳ م کال کې افغان حکومت هڅه وکړه چې طالبان او له دوی سره تړلو نورو ډلو لکه د حقاني شبکې سره مقابله وکړي او دا چې د افغانستان د محلي پولیسو صلاحیت او قابلیت لوړ شوی نو له دې امله په کليوالو سیمو کې امنیتي وضع ښه شوې ده.

په راپور کې راغلي، په افغانستان کې په لویه پیمانه د ورانوونکو وسلو شتوالۍ او د خوریدو او قاچاقیدو ویره په خلکو کې موجوده وه ځکه چې دغلته ترهګر ګروپونه موجود دي او پولې یې هم غیر محفوظه دي. د امریکا حکومت د افغانستان له حکومت سره کار وکړ چې د وسلو تجارت مخنیوي لپاره یوه هراړخیزه کړنلاره جوړه کړي. دامریکا پوله ساتونکو ځواکونو له افغان حکومت سره له نږدې همکاري وکړه چې د ډله ایزه او پراخ وراني وسلو په هیواد کې دننه او له هیواد بهر د قاچاقیدو مخه ونیسي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ پر موضوع په دې خپور شوي راپور کې د پاکستان ذکر هم کړی دی او پکې راغلي چې : د پاکستان قبایلي سیمې، خیبر پښتونخوا او بلوچستان د ترهګرو ډلو لپاره خوندي ځالې وې او له دغو ځایونو دغو ترهګرو ډلو په کور دننه، په سیمه ایزه او نړیواله کچه د بریدونو کولو هڅه کوله.

په راپور کې راغلي القاعده، حقاني ډله، تحریک طالبان پاکستان، لشکرې جنګوي، لشکرې طیبه، او افغان طالبانو په پاکستان کې دننه له خوندي ځالو په ګټه اخیستو په پاکستان کې دننه او په ټوله سیمه کې خپل عملیات پلان کول. په راپور کې راغلي که څه هم پاکستان د تحریک طالبان پاکستان پر ضد کاروايي وکړه خو د نورو وسله والو ډلو لکه حقانې شبکې او افغان طالبانو سره یې کار ونه لرلو.

په راپور کې همدارنګه راغلي د پراخ وراني وسلو شتون او د قاچاقېدو ویره په پاکستان کې هم موجوده وه. پاکستان د جوهري امنیت سرمشریزې بهیر یو فعاله او رغنده غړی دی، او هڅه یې کړېده چې خپل ستراتیژیک تجارت کنټرول کړي. دامریکا بهرنیو چارو وزارت ځینې پروګرامونه په دې موخه په ترسره کېږي چې د ډله ایزه وژنې او پراخ وراني وسلو مخنیوی وشي.

په راپور کې راغلي پاکستان په ۲۰۱۳ م کال کې د القاعده، تحریک طالبان پاکستان، لشکر جنګوی، او نورو هغو ډلو پرضد مقابله وکړه چې پر پولیسو، پر پوځ او پر امنیتي ځواکونو یې بریدونه کول او یا یې هم په فرقه ایزه شخړو او جرمونو کې لاس لرلو، خو د لشکر طیبه پرضد یې هیڅ ډول کاروايي ونکړه حال دا چې دې تنظیم په پاکستان کې فعالیت کولو، غونډې یې کولې او د جنګي فعالیتونو لپاره یې بسپنې ټولولې.

په راپور کې همدارنګه راغلي چې په پاکستان کې په ۲۰۱۳ م کال کې ترهګرو ډلو د ریموټ کنټرول بمونو، ځانمرګو بریدونو او هدفي بریدونو له لارې خلک، جوماتونه، کلیساوې، بازارونه، مارکېټونه، حکومتي ادارې، چارواکي، د مرستندویه ادارو کارکونکي او خبریالان په نخښه کول. پروسږ کال هم دارنګه القاعده او حقاني ډله له پاکستانۍ خاورې په ګټې اخیستلو سره په سیمه کې د امریکايي ګټو پر ضد په فعالیتونو بوخت ول.
XS
SM
MD
LG