د روانیدو پر مهال ماما قدیر بلوچ وویل سر له ننه تر اسلام اباده ترسره کیدونکی دا لاریون له کوټې تر کراچۍ د شوي لاریون دویمه کړۍ ده.
وزارت داخله زياته کړې چې دغه مقدمو کې دا وخت درې سوه څلور سپريم کورټ، يوسل يو پيښور های کورټ ، دوه ويشت بلوچستان های کورټ ، يو سل څلوراويا سنده های کورټ او څوارلس لاهور های کورټ کې روانې دي ۔
تر ټولو مهمه هغه يې د سترې محکمې لخوا د بنيادي انساني حقونو د دفاع په پلمه زغردې پرېکړې يا سو موټو ايکشنونه کول دي.
موږ له کوټې تر کراچۍ پیاده لاریون وکړو او زموږ تکل دا دی چې تر اسلام اباده په پښو لاړ شو په دې لاریون کې موږ سره د تریتم کړو شویو خلکو شل نور کسان ملګري کېږي
جمیل اپرېدی وايي، دا د بشري حقونو سرغړونه ده چې حکومت د شکیل اپریدي وروڼو، خویندو او د هغه وکیلانو ته له هغه سره په جیل کې د لیدو اجازه نه ورکوي.
ولسمشر براک اوبام او پر نړیوالو ږغ(غږ) وکړ چې د نابرابرۍ، غریبۍ، توکمپالنې او توپیرتوب پر ضد دې د هغه لاره پر مخ یوسي.
افتخار چودري ویلي، حکومت دې د هغو کسانو پر ضد کار روايي وکړي چې د خلکو تری تم کولو په معاملو کې ککړ دي.
په فتوا کې راغلي، د پولیو مخنیوي څاڅکي په اسلامي شریعت کې جایز دي. په پاکستان کې وسله والو طالبانو په یو شمېر قبایلي سیمو کې د پولیو مخنیوي پر څاڅکو بندیز لګولی دی.
افتخار محمد چودري دا څرګندونې له ملاکنډ بنديخانې د بې درکه کړل شویو کسانو د مقدمې اورېدنې په وخت وکړې.
د کراچۍ پولیسو مشر شاهد حیات وايي، پر پولیسو د سیاسي ګوندونو لخوا فشار نشته او دوی په ښار کې په جرمونو کې د ککړ هر عنصر په ضد هر قسم کاروایي کوي .
د پاکستان په بلوچستان صوبه کی تر ټولو صوبو له مخه هم نن د خالي یا شنبې په ورځ انتخابات روان دي. د صوبې امنيتي چارواکي او د الیکشن کميشن پاکستان چارواکي وايي ټولې تیاریاني يې مکملي کړي دي
په پاکستان کې سلګونه کسان د ترهګرۍ په تور او بلوڅ ملتپاله فعالان تري تم کړل شوی دي چې د ورکولو تور یې د هیواد پر استخباراتي ادارې آی اېس آی پورې کېږي.
نور وښیئ