د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په پیاده مزل د تریتم کړو بلوڅانو غږ اسلام اباد ته رسوو'


موږ له کوټې تر کراچۍ پیاده لاریون وکړو او زموږ تکل دا دی چې تر اسلام اباده په پښو لاړ شو په دې لاریون کې موږ سره د تریتم کړو شویو خلکو شل نور کسان ملګري کېږي

د تریتم کړو بلوڅانو د راخوشې کولو لپاره سرګرم تنظیم وایس فار بلوڅ میسنګ پرسن چارواکي وایي، هوډ لري له کراچۍ تر اسلام اباده پیاده لاریون پیل کړي.


د تنظیم مرسیتال مشر ماما قدیر بلوڅ د چارشنبې پر ورځ له مشال ریډیو سره په خبرو کې ویلي، دوی په دې ورستیو کې له کوټې تر کراچۍ پیاده لاریون کړی دی او د دغه ۲۷ ورځني مزل زخمونه یې لا روغ شوي نه دي چې سبا د جمعې په ورځ په تڼاکو پښو له کراچۍ تر اسلام اباده په لاریون ځي. د هغه په وینا اسلام اباد ته تر رسیدو وروسته به د تریتم کړو خلکو خپل خپلوان هلته د ملګرو ملتونو د دفتر ته ورځي.

''موږ له کوټې تر کراچۍ پیاده لاریون وکړو او زموږ تکل دا دی چې تر اسلام اباده په پښو لاړ شو په دې لاریون کې موږ سره د تریتم کړو شویو خلکو شل نور کسان ملګري کېږي، له دې علاوه تور سرې او ماشومان به هم زموږ ملګرتیا کوي. موږ د دیسېمبر پر ۱۳ نیټه له کراچۍ روانیږو.''

د ماما قدیر په خبره له کوټې تر کراچۍ لار یوازې ۷۵۰ کیلومیټره وه ، او له کراچۍ تر اسلام اباده نزدې یو نیم زر کیلومټر لار ده او هغه پوهیږي چې د لارې په اوږدو کې پر دوی سختې هم راتللی شي خو دوی اړ دي ځکه چې د تریتم کړو شویو خلکو د راخوشی کولو لپاره دوی بله لار نه لري.

''تاسو ولیدل سپریم کورټ دوه ځله د ایف سي مشر ته په عدالت کې د حاضریدو وویل او هغه حاضر هم نه شو. د دفاع وزیر خواجه اصف په خپله دلته زموږ کېمپ ته راغلی او ویل یې د ۷۳۵ تریتم کړو کسانو درک یې لګولی دی خو د وخت له تېریدو سره ۷۰۰ خو پریږده هغه ۳۵ کسان هم دوی منظرعام ته را نه وستل شو. بزنجو صېب هم هغه ورځ وویل چې اقتدار لري خو واک نه لري نو ځکه موږ غواړو پیاده لاریون وکړو او دا ستونزه د نړۍ پر وړاندې کیږدو."

د فرزانې مجید یو ورور ذاکر مجید هم له تېرو څلورو کلونو راهیسې تریتم کړل شوی دی. نوموړې هم د ماما قدیر په احتجاجي کاروان کې له کوټې تر کراچۍ راغلې ده او اوس اسلام اباد ته په تلونکي لاریون کې شامله ده. نوموړي له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل:

'له تېرو څلورو کلونو راهیسې زما مور او زه د خپل ورور په انتظار کې ناست یو، پر موږ د دې انتظارهره شېبه لکه قیامت تیریږي. تر دې انتظار مو غوره دا وګڼله چې لاریون وکړو. کیدای شي له دې لاریون سره زما ورور او نور ورک بلوڅان یا خو راخوشې کړل شي او یا هم اړونده عدالتونو ته وړاندې کړل شي. دا خبره سمه ده چې د تېر لاریون له وجې زما او په دغې لاریون کې د شاملو نورو ښځو د پښو تڼاکې لا ښې شوي نه دي خو موږ یو ځل بیا د خپلو خوږو ورونو د خلاصون لپاره مخې ته ځو او تر هغې ځایه به ځو تر کومه چې زموږ قدمونه د تللو توان لري''

د وایس فار بلوڅ میسنګ پرسن تنظیم مرستیال مشر ماما قدیر بلوڅ وایي د دوی د اولني لاریون څخه یوازې دومره اغېز پریوتې دی، چې د تریتم کړو خلکو موضوع توده شوې ده، خو تراوسه د دوی د خوشې کولو په برخه کې عملي ګامونه نه دي پورته کړل شوي.
XS
SM
MD
LG