د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې ۹۹۴۴ مشکوک ورنکاري نیول شوي


د کراچۍ پولیسو مشر شاهد حیات وايي، پر پولیسو د سیاسي ګوندونو لخوا فشار نشته او دوی په ښار کې په جرمونو کې د ککړ هر عنصر په ضد هر قسم کاروایي کوي .


په کراچۍ ښار کې په جرمونو کې د ککړو عناصرو پر ضد د شورو شوو عملیاتو څه باندې درې میاشتې پوره شوې دي. پولیس چارواکي وایي په دې موده کې یې د ښار په بیلا بیلو برخو کې د ۴ زره څخه زیاتې چاپې وهلي دي او ۹۹۴۴ مشکوک ورنکاري یې نیولي دي.


چارواکي زیاتوي په نیول شویو کسانو کې ۱۰۲ مبینه ترهګر،۶۱ قلنګ اخیستونکي او پولیسو ته مطلوب نور کسان نیول شوي دي او د دوی له ولکې څخه پولیسو ته ۲۹۴۳ میله وسله او د ۱۵ زره کیلوګرامه زیات باروت په لاس ورغلي دي. د کراچۍ پولیسو مشر شاهد حیات نن د ګل (دوشبنې په ) ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل :

''په نیول شویو کسانو کې ۳ نیم زره هغه کسان دي کوم چې پولیسو یې له وړاندې په لټه کې وو او د هغوی پر ضد لا مخکې کېسونه لیکل شوي ول، پاتې کسان هم موږ محکمو ته وړاندې کوو او په دې لړ کې موږ د سند صوبايي محکمې ته خواست کړی دی چې په دې موده کې د نیول شویو کسانو لپاره دې څو عدالتونه ځانګړي کړي''

شاهد حیات زیاته کړه پر پولیسو د سیاسي ګوندونو لخوا فشار نشته او دوی په ښار کې په جرمونو کې د ککړ هر عنصر په ضد هر قسم کاروایي کوي .

په کراچۍ کې درې میاشتې مخکې د عملیاتو تر شورو کیدو راهیسې په ښار کې د هدفي وژنو او اخ و ډب پیښو کچه راکمه شوې ده خو بیا هم کله نا کله په ښار کې فرقه ایزې او هدفي وژنې زور ونیسي . د اپریشن په دوران کې په تېرو شویو دریو میاشتو کې څه باندې ۵۰۰ کسان د تشدد په بیلا بیلو پیښو کې وژل شوي دي.

ښاریان وایي په ښار کې روان عملیات هومره اغیزمن نه دي لکه څومره چې دوی ورڅخه هیله لرله. د خاطرجان په نوم یو تن په دې اړه وایي:

''اپریشن روان دی ، اثر یې دا پریوتی دی چې مخکې چې حالات و، چې خلک په درپسې راغلل او په کوڅه به یې ونیولی یا به یې درنه ګاړی ونیولو، هغسې حالات اوس نه دي خو دومره دومره زور یې هم نه دی لکه دا ویل کیږي چې. مطلب په وړو کې د مالګې هومره اثر یې شوی دی''

یاده دې وي په کراچۍ ښار کې د زیاتې شوې بدامنۍ په ضد د روان کال د ستمبر په ۵ نیټه د وزیراعظم نواز شریف په مشرۍ کې د ټول ګوندیز کانفرنس تر پرېکړې وروسته امنیتي ځواکونوپه دغه ښار کې عملیات شورو کړي دي.
سیاسي ګوندونه لکه ایم کیو ایم دغه عملیات یوازې د دوی د غړو پر ضد بولي او عوامي نیشنل ګوند بیا وایي چې د اپریشن په ترڅ کې په ښار کې د موجودو وسله والو ډلو په ضد هیڅ اغیزمن ګامونه نه پورته کیږي.
خو پولیس چارواکو تل دغه ادعاوې ردوي.
XS
SM
MD
LG