د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تریتم کړو بلوڅانو خپلوان تر اسلام اباده پیاده روان


د روانیدو پر مهال ماما قدیر بلوچ وویل سر له ننه تر اسلام اباده ترسره کیدونکی دا لاریون له کوټې تر کراچۍ د شوي لاریون دویمه کړۍ ده.


د تریتم کړو بلوڅانو خپلوانو نن د جمعې به ماسپښین له کراچۍ تر اسلام اباده په پښو لاریون پیل کړو. دغه احتجاجي کاروان چې تر ۵۰ کسانو پورې نارینه او زنانه پکې شاملې دي له کراچۍ پریس کلبه د تریتم کړو بلوڅانو د راخوشې کولو په موخه د سرګرم تنظیم تریتم کړو بلوڅانو لپاره غږ (وایس فار بلوچ مسینګ پرسن) د مرسیتال مشر ماما قدیر بلوچ په مشرۍ کې روان شو.


د روانیدو پر مهال ماما قدیر بلوچ وویل سر له ننه تر اسلام اباده ترسره کیدونکی دا لاریون له کوټې تر کراچۍ د شوي لاریون دویمه کړۍ ده.

"موږ خپله تیاري کړې ده، زموږ د دې لاریون منزل اسلام اباد دی. تاسو وینئ چې په لاریون کې د ګډون لپاره دلته زنانه، ماشومان او نارینه راغلي دي. د دې ځای خلک هم زموږ د خدای په اماني لپاره د سلګونو په شمیر کې راغلي دي"

د ماما قدیر په خبره دوی به په دوه میاشتو کې اسلام اباد ته رسیږي، د هغه په خبره دوی به له سند او پنجاب صوبو څخه تېرېږي او تر اسلام اباد پورې به نزدې یونیم زر کیلومتره فاصله په پښو وهي.

"موږ حکومت ته د ژغورنې او امنیت لپاره ویلي دي، که حکومت تحفظ راکوي که نه، دا د هغوی مرضي ده خو که د سند په صوبه کې موږ ته د امنیت په سلسله کې یو ستونزه راپیښه شوه نو ذمه واري به د دې صوبې د حکومت وي او که په پنجاب صوبه کې له یو امنیتي ستونزې سره مخامخ شو نو پړه به یې د پنجاب پر حکومت وي"

یاده دې وي د ترۍ تم کړل شویو بلوڅانو د راخوشې کولو په موخه د اکتوبر په ۲۷ نیټه د بلوچستان له مرکزي ښار کوټې د هغوی خپلوانو تر کراچۍ لاریون وکړ.



په یاد احتجاجي کاروان کې شامل کسان چې زیاتره یې ښځې وې له ۲۷ ورځني پیدل مزل روسته خپل منزل کراچۍ ته رسیدلي و.

د لاریونیانو وینا وه چې تر کراچۍ له پياده مزل وروسته هم د دوی ستونزه حل نه شوه نو ځکه یې اسلام اباد ته مخه وکړه.

د وایس فار بلوچ مسینګ پرسن مرستیال مشر ماما قدیر بلوچ وینا وه چې د تېر لاریون له وجې د زیاتره ښځو، پښې تڼاکې دي خو له دې سره سره دوی غواړي تر اسلامه باده لاړ شي او هلته د ورکو خلکو موضوع د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو لپاره د کارکونکو نورو تنظیمونو پر وړاندې کیږدي.

XS
SM
MD
LG