نن د نړۍ له شا و خوا ۷۰ هیوادونو ورغلي مشران به په جنوبي افریقا کې د نېلسن منډېلا یاد په مراسمو کې برخه واخیسته.
د امریکا ولسمشر براک اوباما په خپله ووینا کې د نېلسن منډېلا په ستاینه کې وویل، چې هغه د ۲۰مې پېړۍ ستر ازادیپالونکی وو، او پر نړیوالو یې ږغ(غږ) وکړ چې د نابرابرۍ، غریبۍ، او توپیرتوب پر ضد دې د هغه لاره پر مخ یوسي. په جوهانزبرګ کې د نېلسن منډېلا په یادغونډه کې اوباما وویل، چې د توپیرپالنې ضد مرحوم مشر دا پند راته ښودلی وو چې ملي جوړجاړی، د تېري او ظلم ماضي له پامه غورځولو مساله نه، بلکې دا یې په ګډه د وهلو وسیله ده.
شا و خوا یو لاک کسان د جوهانسبرګ په لوی میدان کې دې مراسمو ته ورغلي دي. افغان ولسمشر حامد کرزی، پاکستانی ولسمشر ممنون حسین، د برتانیا وزیر اعظم ډېوېډ کیمرون او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند له هغو مشرانو دي چې دې مراسمو ته ورغلي دي.
د جنوبي افریقا چارواکو تېره ورځ په بیړه د دې لویې غونډې لپاره امنیتي او لوژیسټیکي ګامونه واخیستل. دا به په مودو کې د نړۍ د مشرانو یوه ډېره لویه غونډه وي.
د توکمیز یا نسلي توپیر پالنې ضد مبارز او د جنوبي افریقا لومړی تور پوستی ولسمشر نیلسن منډېلا د روانې میاشتې پر پینځمه مړ شو. نوموړی د ۹۵ کلونو وو. منډېلا به د ډېسېمبر پر ۱۵مه په خپل پلرني کلي کې خاورو ته وسپارل شي.
نېلسن منډېلا د پښتنو په مبارزه خبر وو. رحیم مندوخېل
نېلسن منډېلا یو نړیوال اتل