د پاکستان مشر قاضي افتخار چودري حکومت ته امر کړی دی چې په اووه ورځو کې دې ټول ورک کړل شوي کسان عدالت ته وړاندې کړل شي.
نن عدالت په خپل امر کې دا هم ویلي دي چې د خلکو د ورکولو په ډول کارونو مخنیوي لپاره دې وفاقي حکومت قانون جوړ کړي. افتخار چودري ویلي، حکومت دې د هغو کسانو پر ضد کار روايي وکړي چې د خلکو تری تم کولو په معاملو کې ککړ دي.
تېره ورځ هم چودري د یوې پرېکړې اورولو پر وخت ویلي ول چې د خلکو ورکول په نړیوال قانون کې جرم دی. ده ویلي ول چې که وزیر اعظم وغواړي نو د ورکو شویو کسانو مسله په یوه ورځ کې هوارولای شي.