د پاکستان د نوي حکومت جوړېدو له شپږو مياشتو ډېره موده ووته، خو نه په مرکز او نه هم په صوبو کې پاليسي جوړونکي د ترهګرۍ او منظم جنايتونو پر ضد د کومې کوټلې تګ لارې په راوړلو کې بريالي شوي دي.
د خیبر پښتونخوا حکومت یو ځل بیا د پاکستان له وفاقي حکومته د برېښنا ورکوونکې ادارې او د برېښنا پیدا کولو واک صوبې ته د ورکولو غوښتنه کړې ده.
په پېښور کې خلکو د یوه کس تر وژنې وروسته د پولیسو څوکۍ ته اور لګولی دی. د مشال راډیو خبریال وايي، دا پېښه نن له پېښور پوهنتون سره نېږدې په رېګي سیمه کې تر هغې وروسته وشوه چې پولیسو یو کس وواژه.
په ملي امنيت او بهرنيو چارو کې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز وايي ، که چېرې پر پوله [ډیورنډ لاین] څارنه زیاته شي نو وسله وال به په اسانۍ افغانستان ته ولاړ نه شي.
د پیپلز ګوند مشره او پخوانۍ وزیراعظمه بې نظیر بټو د ۲۰۰۷ کال د دسمبر په ۲۷ نیټه د پنجاب پینډۍ ښار په لیاقت باغ کې هغه مهال وژل شوې وه کله چې نوموړی د هغه وخت د ټولټاکنو جلسې د وینا کولو روسته خپل منزل ته روانه وه.
د وزیرستان مشرانو د پاکستان له رسنیو هم ګیله وکړه چې په ریښتیا او حقایقو ولاړ خبرونه نه خپروي.
له مشال راډیو سره په خبرو کې د احتجاج ګډونوالو وویل چې په شمالي وزیرستان کې ترهګر ازاد ګرځي او پر ولسي خلکو عملیات کېږي.
دې کميټۍ کې به د دفاع، د کورنيو چارو او د قانون وفاقي سیکرېټران هم شامل وي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، له ۱۵ کلونو راهیسې دا نهر وچ شوی دی او د دې له کبله دوی ډېر کم زرعي حاصلات لري. دوی د پښتونخوا له اعلا وزیره د دې نهر د بیا پر حاله کولو غوښتنه کوي.
طلعت مسعود وايي، د ملي امنیت په اړه د کابینې کمېټي جوړېدل هم ښه ګام وو او دا تمه کېدای شي چې دا کمېټي به ژر خپل دفتر ولري او د پلان کمېټي او مشاوران به ولري چې د هیواد دفاع او امنیت په اړه حکومت ته مشورې ورکړي.
د فاټا قامي اسمبلۍ غړیو له حکومته غوښتنه کړې چې په شمالې وزيرستان کې دې د عام ولس پر ضد روان پوځي آپريشن ژر تر ژره بند کړي او ګرځبندېز دې هم په مکمله توګه ختم کړي.
په خیبر ایجنسۍ کې د پولیو مهم ځینې کارکونکیو او رضاکارو په سیمه کې په دغه کمپین کې د برخه اخیستلو نه انکار کړی، دوی وایي تر څو چې یې حکومت غوښتنې نه وي پوره کړي، تر هغې به کار ته نه ورځي.
نور وښیئ