د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افتخار چودري وروسته لاره


افتخار محمد چودري
افتخار محمد چودري

تر ټولو مهمه هغه يې د سترې محکمې لخوا د بنيادي انساني حقونو د دفاع په پلمه زغردې پرېکړې يا سو موټو ايکشنونه کول دي.

د ډان ورځپاڼې په ليکنه کې راغلي، چيف جسټس تقدس حسين جيلاني د داسې يو سپريم کورټ مشري په لاسو کې واخيسته چې دغه اداره د پخوا په پرتله زياته غښتل شوې ده.


خو د ليکنې له مخې، لا هم زيات کار ته اړتيا ده چې د پاکستان سپريم کورټ په اصلي معنو کې يوه فعاله اداره جوړه شي، د قانون او ايين په دايره کې کار وکړي او په ترڅ کې يې د خلکو د حقونو تحفظ وکړي.

ورځپانې په دغه لړ کې د يو شمېر ننګونو يادونه کړې ده.

تر ټولو مهمه هغه يې د سترې محکمې لخوا د بنيادي انساني حقونو د دفاع په پلمه زغردې پرېکړې يا سو موټو ايکشنونه کول دي.

ليکنه زياتوي، دا يو نړ يوال دود دی چې په ايين کې ورکړل شويو بنيادي بشري حقونو ته پراخ نظر کولی شي، چې دغه راز نه يوازې د خلکو ټولنيز او اقتصادي حقونه بلکې د هغوئ چاپېريال هم خوندي شي.

خو د ورځپاڼې د ليکنې له مخې، د پاکستان سپريم کورټ د ميمو ګيت او يا هم د پاکستان د وروستيو ولسمشريزه انتخاباتو لپاره د پلان په څېر پېچليو موضوعاتو کې په مداخلت کولو سره کوم ښه مثالونه پرېنښودل.

ليکنه کاږي، ښايي اوس وخت راغلی وي چې د پاکستان عدليه د سو موټو اختياراتو کارولو لپاره ښکاره حدود او لارښونکي اصول وټاکي.

په ليکنه کې د پاکستان د سترې محکمې مخ ته پروت د دوهم غټ چيلنج ذکر هم شوی چې وايي، بايد د لاندې کچې په عدالتونو کې خلکو ته د انصاف ملاوېدل يقيني کړل شي.

ليکنه زياتوي، د دې کار لپاره ضروري ده چې د پاکستان د سترې محکمې د دې هېواد له مرکزي او صوبايي حکومتونو سره همکاري او همغږي زياته شي.

د ليکنې له مخې، د سترې محکمې دريم غټ چيلنج دا دی چې خپل اهداف او مرام له نوي سره تعريف کړي.

د ليکنې په پای کې ويل شوي، دا سمه ده چې سپريم کورټ په ځينو معاملو، لکه د ورک کړل شويو کسانو په دوسيه کې سخت دريځ خپلولی شي، خو ورته به بهتره وي چې په عام محضر کې يې په اړه ډېر څه و نه ويل شي.
XS
SM
MD
LG