د خیبر پښتونخوا یوې لویې دینی مدرسې دارالعلوم حقانیه نن د ګوزڼ (پولیو) ناروغۍ مخنیوي واکسینو په حق کې فتوا خپره کړې ده.
د حقانیه مدرسې مشر مولانا سمیع الحق په لاسلیک په خپرې شوې دې فتوا کې له ولسه غوښتل شوي دي چې خپلو ماشومانو ته دې د ګوزڼ مخنیوي واکسیني څاڅکو په ګډون له نورو ناروغیو هم د بچ کېدو لپاره واکسین ورکړي.
په فتوا کې راغلي، د پولیو مخنیوي څاڅکي په اسلامي شریعت کې جایز دي. په پاکستان کې وسله والو طالبانو په یو شمېر قبایلي سیمو کې د پولیو مخنیوي پر څاڅکو بندیز لګولی دی. دارالعلوم حقانیه د نوښار په اکوړې سیمه کې دی او پر طالبانو یې اثر زیات دی.
په پاکستان او پتېره په فاټا، خېبر پښتونخوا، بلوچستان او د کراچۍ په پښتني سیمو کې بیا بیا د ګوزڼ څاڅکي ورکوونکو ډلو باندې د وسله والو په بریدونو کې د ګوزڼ مخنیوي ډلې ګڼ کارکونکي او د هغوی بدرګه پولیس سرتېري وژل شوي دي.