د سې شنبې په ورځ د ولسي جرګې د غړي محمد محقق د موټرو پر کاروان د ماین چاودنه وشوه، چې درې کسان په کې ووژل شول.
د کورنیو چارو وزارت له جانیي جرمونو سره د مبارزې رییس جنرال ظاهر د پېښې په ځای کې رسنیو ته وویل؛ چې ماین د سړک پر غاړه ښخ شوی و؛ چې خپله ښاغلي محقق ته زیان نه دی رسېدلی، خو په دې چاودنه کې ۳۰ تنه نور ټپي شوي دي او په ټپیانو کې شپږ تنه د ښاغلي محقق ساتونکي دي.
خو عیني شاهدان وايي، یو کس چې په موټر سایکل سپور و، دا حمله یې ترسره کړه.
تر دې څو ورځې مخکې په کابل کې د سترې محکمې مخې ته په یوه ځان وژونکې حمله کې ۱۷ کسان ووژل شول او ۳۹ نور ټپي شوي وو.