د تاجکستان ختیزه سیمه مرغاب، چې هسک پامیر په غرونو کې پرته ده، یو مهال ورته د نړۍ بام ویل کېدلی. دا سیمه ختیځ پلو له چین سره پوله لري او جنوب پلو له افغانستان سره لګېږي چې کېرغیزه توکمي پونده په کې مېشت دي. که څه هم د مرغاب غرنۍ منظرې، وچه اب و هوا، او ګوښه والي یې اقتصاد سخت کښېکښلۍ(فشار) دی، دې سیمې اوس د چین لویدیز سره سوداګري پېل کړې او سېلګري یې هم په غوړېدو ده.
د راډيو آزادي کېرغیز څانګې خبریال جېنیل چیتیربیوا د دغه سیمې تصویرونه وېستلي.
تاجکستان د نړۍ بام، له منظرو ډکه سیمه

۱
د مرغاب ولسوالۍ سري کول وادي، دا غر د چین لویدیز او له افغاستان سره لګېدلی دی

۲
د مرغاب ولسوالۍ یوه بله منظره

۳
د تاجکستان او چین تر منځ ازاده سیمه کې د بکپور-اتا زیارت . د دغه زیارت په باب ویل کېږي چې ناروغان ورته د درملنې لپاره ورځي. خو هلته په رسېدو کې ستونزه دا ده چې په پوځي منطقه کې پروت دی.

۴
د بکپور- اتا روزه