په سوات کې د الوچو او مندتو باغونه
په سوات کې د الوچو او مندتو (زردالانو، خوبانیو) ګڼ شمېر باغونه دي. د دې باغونو ساتونکي وايي، دوی د مېوې تر تر لاسه کولو ډېر زیار باسي او کار کوي. د سوات الوچې او مندتې د پاکستان مختلفو برخو ته وړل کېږي. باغوانان وايي، دوی کله پخه مېوه ښارونو ته استوي او کله یې په کاربایډو پخوي. د سوات د الوچو او زردالانو په اړه د نیاز احمد خان دا ویډیو جوړه کړې ده.