په کابل کې ماشومان د درنو کارونو په مهال
په افغانستان کې د کورنیو او نړیوالو موسیسو له زیاتو هلوځلو سره سره لا هم په لسګونو زره ماشومان د کورنیو د نفقی درون پیټې په سر وړي. په کابل کې هم په سلګونو داسې ماشومان لیدلې کیږي، چې درانه کارونه کوي، څو خپلو کورنیو ته نفقه پیدا کړي. دغه ماشومان معمولا د موټرو پریمیځل، په مستري خانو کې شاګردي، د خلکو د سوداګانو په وړلو او پلاسټیکي کڅوړو د څرخلاو په څیر کارونه کوي