د خيبر پښتونخوا سوات سيدو ميډيکل کالج زده کونکو د خپلو سیمو د دودیزه توکیو نندارتون لګولی دی چې په کې نکریزې، د واده جامې او بیلا بېل په زړه پورې عکسونه نندارې ته وړاندې کړل شوي دي.
د نندارتون جوړونکی عدنان وايي، چې د طب زده کونکو ټول ژوند له کتاب سره تړلي وي او د هغوی د هوساینې او او ساعتېري په موخه یې ورته دا مېله جوړه کړې چې پام یې واوړي.
د ده په خبره په مېله کې یې د ګڼو سیمو د خوراکي توکیو ستالونه هم لګولي دي.
د مشال راډیو همکار نیاز احمد خان ویډیويي راپور چمتو کړی دی.