په پاکستان کې په مرکزي او صوبايي کچه حکومتونه په داسې حال کې په جوړيدو دي چې په انتخابي کمپاين کې له وسلوالو طالبانو سره د امن خبرې د راتلونکو حکومتي ګوندونو يو له مهمو ايجنډو څخه وه.
نو اوس چې په مرکز کې د مسلم ليګ نواز ډلې او په خيبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف په مشري کې حکومتونه راځي، نو ايا دوی به له طالبانو سره د امن خبرې کاميابه کړي او که څنګه؟ دا موضوع مو د امريکا په نيويارک کې د سياسي چارو شننوکې پير زبير شاه او په پيښور کې د سيمې د چارو کارپوه عقيل يوسفزي سره څېړلې.
د دې بحث کوربه ګل آياز دی.