په ایران کې نن د جمهوري ریاست انتخابات ترسره کېږي، په پام کې ده چې؛ د رايي ورکولو مرکزونه د سهار په اتو په کار پیل وکړي او د ماښام تر شپږو بجو پورې به پرانیستي وي. دا امکان هم شته چې؛ د رايي ورکولو وخت تمدید شي. ایرانیان نن د خپل هېواد د ولسمشرۍ د یوولسمې دورې په انتخاباتو کې رایې ورکوي. د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي چې؛ شاخوا پنځوس میلیونه کسان په دې انتخاباتو کې د رايي ورکولو په شرایطو برابر دي. د رايي ورکولو مرکزونه به د سهار له اتو د ماښام تر شپږو بجو رسما پرانیستي وي؛ خو اټکل کېږي چې؛ د انتخاباتو د مرکزونو کار ښايي د پخوانیو دورو په څېر د څو نورو ساعتونو لپاره تمدید شي.