افغان ماشومان د شاقه کارونو په مهال
د بشرد حقونو خپلواک کمېسیون وایي دا مهال په افغانستان کې نږدې دوه میلیونه ماشومان په شاقه اوسختو کارونو بوخت دي. د دې کمېسیون چارواکي وایی چې د دې ماشومانو عمرونه د لسو او پنځلسو کلونو ترمنځ دي او په کرۍ ورځ سخت کارونه کوي. د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت هم د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون راپور تاییدوي . د دې وزارت چارواکي وایی دوی پر یوه ستراتیژیک پلان کار کوي چې له مخې به یې پرماشومانو شاقه کارونه کم شي .