په کابل کې د سه شنبې په ورځ له ماسپښین وروسته په شوې ځان وژونکې حمله کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان شوي دي.
دا حمله د مازیګر په شاوخوا څلور نیمو بجو د ستری محکمی په دروازه کې پداسې حال کې وشوه، چې د ستری محکمی مامورین کور ته د تلو په حال کې وو.
افغان حکومت ویلي دي، چې د حملې ټول قربانیان عام وګړي دي او ولسمشر دا حمله په کلکه غندلی ده.
خو بل لور ته وسله والو طالبانو د یوې اعلامیی په خپرولو سره د حملې مسؤلیت منلې او ويلي دي، چې د حملې هدف قاضیان او د ستری محکمی نور کارکوونکي وو.