د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د مارچ پر دوېیمه نيټه په پرېکړه ليک منلو سره د روسیې حمله غندلې او غوښتنه یې کړې چې د روسيې ځواکونه دې له اوکراینه په شا شي.
روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ پر ۲۴مه په اوکراین کې د "پوځي عملیاتو" اعلان وکړ او و یې ویل چې مقصد یې د "ولس محفوظ" ساتل دي.
روسکومنادزور ګواښ کړی دی چې که د ازادې اروپا راډیو د روسۍ ژبې کرنټ ټایم څانګې پر اوکراین د روسیې د یرغل په اړه معلومات لیرې نه کړل نو ووبپاڼه به یې وتړي.
هلته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین حکومت د سختو اقتصادي بندیزونو له وجې له زیاتېدونکي نړیوال یوازیتوب سره د مخاخېدو په حال کې دی.
دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین د روسیې تر حملې وروسته هلته پر څلورمه ورځ جګړه روانه ده. د اوکراینۍ پلازمېنې کییف اوسېدونکي وايي، د فبرورۍ له ۲۷مې نېټې له پیلېدو سره سم په ښار کې یوه درنه او نورې وړې چاودنې شوې دي.
فرانسې، جرمني، اېټالیې، برتانیې، کاناډا او امریکا د سوېفټ (SWIFT) په نوم بانکي نظام ته د روسیې د یوشمېر بانکونو د لاسرسي پر مخنیوي موافقه کړې.
روسیې ځواکونو د فبرورۍ پر ۲۴مه سهار وختي د اوکراین په لږ تر لږه اووه ښارونو کې پر هوايي ډګرونو او پوځي تاسیساتو حملې پیل کړې او له درې خواوو څخه یې پوځیان او ټانکونه اوکراین ته واستول.
مسکو د زېلېنسکي د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د فبرورۍ پر ۲۴مه ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین کې د "پوځي عملیاتو" اعلان وکړ او و یې ویل چې مقصد یې د "ولس محفوظ" ساتل دي.
نور وښیئ