د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي: روسي ځواکونه ملکي سیمې په نښه کوي


اوکراینی ولسمشر وايي روسیو ځواکونو ملکي سیمې هم په نښه کړې دي - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ ۲۵مې انځور.
اوکراینی ولسمشر وايي روسیو ځواکونو ملکي سیمې هم په نښه کړې دي - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ ۲۵مې انځور.

اوکراینی ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي وايي، روسي ځواکونه ملکي سیمې په نښه کوي او دا چې هېواد یې په "یوازې ځان" د روسیې د بریدونو مقابله کوي.

نوموړي د فبرورۍ پر ۲۵مه سهار وختي په یوه ویډیويي وینا کې وویل، "هغوی (روسان) وايي چې ملکي ځایونه یې اهداف نه دي. خو دا یې نور درواغ دي. په واقعیت کې، هغوی په هغو سیمو کې توپیر نه کوي چې پکې فعال دي."

مسکو د زېلېنسکي د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د فبرورۍ پر ۲۴مه ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین کې د"پوځي عملیاتو" اعلان وکړ او و یې ویل چې مقصد یې د "ولس محفوظ" ساتل دي.

ولسمشر پوتین وویل چې دغه ګام یې د اوکراین له خوا د ورپېښو "خطرو" په ځواب کې پورته کړی.

نن سهار موږ په یوازې ځان د خپل هېواد ساتنه کوو.
وولودیمیر زېلېنسکي

په داسې حال کې چې روسيو ځواکونو د پلازمېنې کییف پر شاوخوا سیمو خپلې حملې زیاتې کړې دي، وولودیمیر زېلېنسکي وویل، "اوکراینیان مړانه ښيي" او دا چې د هېواد "ټول ځواکونه هر هغه څه چې شوني دي، کوي یې" چې خلک وساتي.

روسیو ځواکونو د فبرورۍ پر ۲۴مه سهار پر ښارونو او پوځي اډو هوايي حملې پیل کړې او له درې خواوو څخه یې پوځیان او ټانکونه اوکراین ته واستول.

زېلېنسکي د فبرورۍ پر ۲۵مه په وینا کې وویل چې اوکرایني ځواکونه په مړانه جنګېږي.
زېلېنسکي د فبرورۍ پر ۲۵مه په وینا کې وویل چې اوکرایني ځواکونه په مړانه جنګېږي.

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي وویل، پر اوکراین د روسیې په حملو کې تر اوسه ۱۳۷ پوځیان او ولسي وګړي وژل شوي دي.

ده وویل چې روسیې د جمعې پر سهار څلور بجې د توغندیو بریدونه بیا پیل کړل خو زیاته یې کړه چې په زیاتره سیمو کې یې د ځواکونو د پرمختګ مخه نیول شوې ده.

اوکراینی ټېلېوېژن وايي، په پلازمېنه کییف کې د فبرورۍ پر ۲۵مه سهار وختي د توغندیو تر حملې وروسته د ښاروالۍ چارواکو د هوايي بمبارۍ خبرداری ورکړ او خلکو ته یې وویل چې نېږدې پناه ځایونو ته ورشي.

اوکرایني مشر وویل، هېواد یې په "یوازې ځان" د روسیې بریدونو ته مخامخ دی. "نن سهار موږ په یوازې ځان د خپل هېواد ساتنه کوو. د پرون په څېر، نن هم د نړۍ تر ټولو پیاوړي ځواکونه موږ له لیرې ویني. ایا پرونیو بندیزونو روسیه قانع کړای شوه؟ موږ په خپله فضا کې اورو او پر ځمکه یې ګورو چې دا کافي نه ول."

نوي امریکايي بندیزونه

په همدې حال کې امریکايي ولسمشر جو بایډن پر روسیې نور اقتصادي بندیزونه اعلان کړي دي. نوموړي د فبرورۍ ۲۴مې پر مازیګر په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، نوي بندیزونه له روسیې څخه د نړۍ په مهمو اسعارو یا پیسو د راکړې ورکړې امکان اخلي.

نوموړي وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مذاکراتو لپاره د لویدیځ هڅې رد کړې او د "نړیوال قانون سرغړونه" یې وکړه، نو او اوس باید "دی او هېواد یې پایلې وویني."

بایډن همداراز وویل، پر روسیې بندیزونه په داسې ډول تنظیم شوي چې تر اوږدې مودې پر هغه هېواد اغېز ولري خو امریکا او ملګرو ته یې کم زیان ورسي. ده البته زیاته کړه چې واشنګټن نور اقداماتو ته هم تیار دی.

د حملې په اړه د پوتین دریځ

ولسمشر پوتین د بایډن د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو پر اوکراین یې د حملې د اعلان پر وخت ویلي ول چې د "ځانګړو" عملیاتو موخه، ګاونډی هېواد د ده په وینا، "بې وسلې" او له "ناڅیانو یا نازیانو پاکول" دي.

پوتین د تېر کال له پای راهیسې اوکراینۍ پولې ته نېږدې زرګونه سرتېري ځای پر ځای کړي ول او له امریکا او ملګرو څخه یې په ناټو اتحاد کې د اوکراین نه شاملولو ترڅنګ پراخ امنیتي ضمانتونه غوښتل چې واشنګټن رد کړل.

ولسمشر پوتین پر اوکراین تر حملې مخکې له غربه په ناټو کې د هغه هېواد د نه شاملولو ضمانت غوښتی وو چې واشنګټن رد کړ - انځور له ارشیفه.
ولسمشر پوتین پر اوکراین تر حملې مخکې له غربه په ناټو کې د هغه هېواد د نه شاملولو ضمانت غوښتی وو چې واشنګټن رد کړ - انځور له ارشیفه.

روسیه د ګیس، تېلو او فلزونو پراخې زېرمې لري او د اروپايي ټولنې یوشمېر هېوادونه ورڅخه د خپلې انرژۍ اړتیاوو پوره کولو لپاره ګیس اخلي. خو اروپايي ټولنې او برتانیې هم پر روسیې د لا نورو بندیزونو لګولو ژمنه کړې ده.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی دی چې په اوکراین کې دې جګړه سمدستي ودرېږي.

ملګرو ملتونو همداراز ویلي، اوکراین د هغه سازمان د بشري حقونو په شورا کې د بیړني بحث غوښتنه کړې ده. ملګرو ملتونو په یو بیان کې ویلي چې د بشري حقونو د شورا مشر به د دې غوښتنې په اړه له ۴۷ غړو هېوادونو سره خبرې کوي.

اوکراین کې پاکستاني زده کوونکي

پر اوکراین د روسیې تر حملې وروسته هلته په پوهنتونونو کې بند پاکستاني زده کوونکي وايي له مشکلاتو سره مخامخ شوي دي. د خارکیف پوهنتون دوو زده کوونکو د فبرورۍ پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، د ځمکلاندې اورګاډي په تمځي کې ناست دي او د پاکستان سفارت ورسره لا مرسته نه ده کړې.

اوکراین کې د پاکستانیو زده کوونکو ستونزو په اړه ویډیو وګورئ

اوکراین کې پاکستاني زده کوونکي له مشکلاتو سره مخامخ دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:40 0:00

په اوکراین کې د طبي پوهنتون یوه بل زده کوونکي له پاکستاني حکومته غوښتنه وکړه چې ورسره دې ژر تر ژره مرسته وکړي او له هغه هېواده دې یې وباسي.

د پاکستان سفارت او بهرنیو چارو وزارت دریځ

اخوا په کییف کې د پاکستان سفارت د جمعې پر ورځ پر ټولو زده کوونکو غږ کړی دی چې ځانونه دې "ژر تر ژره" د اوکراین غربي ښار تېرنوپېل ته ورسوي.

د پاکستان دولتي خبري اژانس د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له خولې لیکلي چې له خارکیفه لوویف او تېرنوپېل ته د اورګاډو تګ راتګ دوام لري نو زده کوونکي کولای شي چې هلته ولاړ شي.

اژانس د وزارت په حواله زیاتوي چې په کومو ښارونو کې چې ټرانسپورټ نه شته، هلته د تعلیمي چارو اعزازي مشاور د ګاډو بندوبست کوي.

په عین حال کې په اوکراین کې پاکستاني سفارت پر ټوېټر په یوه بل بیان کې پر زده کوونکو غږ کړی دی چې د اوکراین فضايي حریم تړل شوی نو هغوی دې په محفوظو ځایونو کې پاتې شي. بیان زیاتوي چې په اوکراین کې د پاکستان سفارت هڅې کوي چې ټولو زده کوونکو ته ورسېږي او تېرنوپېل ښار ته یې ولېږدوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG