د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روغتیا نړیوال سازمان اوکراین کې 'احتمالي روغتیايي بیړني حالت' اندېښنمن کړی


له اوکراینۍ پلازمېنې کییف سره نېږدې یوه ناپېژندلې الوتکه غورځېدلې - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ ۲۵مې انځور.
له اوکراینۍ پلازمېنې کییف سره نېږدې یوه ناپېژندلې الوتکه غورځېدلې - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ ۲۵مې انځور.

د روغتيا نړيوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي، پر اوکراين د روسيې تر بريد وروسته هلته د متوقع روغتيايي بېړني حالت په اړه اندېښمن دی.

په داسې حال کې چې په اوکراين کې شخړه په تېزۍ پراخېږي، د اروپا لپاره د روغتيا نړيوال سازمان سيمه ييز دفتر په اوکراين کې دننه او په احتمالي توګه دباندې د ټولو ولسي وګړو د خونديتوب، روغتيا او هوساينې په اړه خپله ژوره اندېښنه تکرار کړې ده.

ياد دفتر د فبرورۍ پر ۲۴مه په يو بيان کې ويلي چې د جګړې زياتوالی بشري ناورين پیدا کولای شي. "په تلفاتو کې د څرګند زياتوالي او وار له مخه کمزوري روغتيايي نظام ته د زيان رسولو په ګډون د جګړې زياتوالی په اروپا کې بشري ناورين زېږولای شي."

بيان کې ويل شوي چې په اروپا کې د روغتيا نړيوال سازمان د ملګرو ملتونو له ټولو همکارانو سره يو ځای د جګړې له کبله متوقع روغتيايي بېړني حالت ته د غبرګون ښودلو، د عملې ژغورنې او د جدي روغتيايي خدماتو پر وخت رسولو لپاره په چټکۍ چمتووالی نيسي.

روسیو ځواکونو د فبرورۍ پر ۲۴مه سهار وختي د اوکراین د پلازمېنې کییف په ګډون په ۲۵ ښارونو کې پر هوايي ډګرونو او پوځي تاسیساتو حملې پیل کړې او له درې خواوو څخه یې پوځیان او ټانکونه اوکراین ته واستول.

اوکراین کې پاکستاني زده کوونکي له مشکلاتو سره مخامخ دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:40 0:00

د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه ټېلېوېژني وینا کې په اوکراین کې د حملې د اعلان پر وخت ویلي ول چې د "ځانګړو" عملیاتو موخه، ګاونډی هېواد د ده په وینا، "بې وسلې" کول او له "ناڅیانو یا نازیانو پاکول" دي.

په همدې حال کې امریکايي ولسمشر جو بایډن پر روسیې نور اقتصادي بندیزونه اعلان کړي دي.

نوموړي د فبرورۍ ۲۴مې پر مازیګر په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، نوي بندیزونه له روسیې څخه د نړۍ په مهمو اسعارو یا پیسو د راکړې ورکړې امکان اخلي.

بایډن زیاته کړه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مذاکراتو لپاره د لویدیځ هڅې رد کړې او د "نړیوال قانون سرغړونه" یې وکړه، نو اوس باید "دی او هېواد یې پایلې وویني."

اخوا د اروپايي ټولنې مشرانو موافقه کړې ده چې پر روسیې نور بندیزونه ولګوي چې د دوی په وینا، پر اوکراین د "وحشیانه یرغل" په ځواب کې به "لویې او سختې پایلې" ولري.

دا پرېکړه د ۲۷ هېوادونو اتحادیې د فبرورۍ پر ۲۴مه په برسلز کې په یوه بیړنۍ سرمشریزه کې کړې.

اروپايي ټولنې تر دې مخکې د فبرورۍ پر ۲۳مه د بندیزونو لومړی پړاو منظور کړی وو چې پکې یې د روسیې د پارلېمان غړي، حکومتي چارواکي او سوداګر په تور لېسټ کې شامل کړي ول.

بلخوا ملګرو ملتونو هم ټینګار کړی دی چې په اوکراین کې دې جګړه سمدستي ودرېږي.

ملګرو ملتونو همداراز ویلي، اوکراین د هغه سازمان د بشري حقونو په شورا کې د بیړني بحث غوښتنه کړې ده. ملګرو ملتونو په یو بیان کې ویلي چې د بشري حقونو د شورا مشر به د دې غوښتنې په اړه له ۴۷ غړو هېوادونو سره خبرې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG