د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراين جګړه: د کييف او مسکو پلاوي د خبرو بل پړاو پیلوي


د روسيې او اوکراين چارواکي په بېلا روس کې د فبرورۍ پر ۲۸مه نېټه د خبرو اترو پر مهال: عکس له ارشېفه
د روسيې او اوکراين چارواکي په بېلا روس کې د فبرورۍ پر ۲۸مه نېټه د خبرو اترو پر مهال: عکس له ارشېفه

ټاکل شوې چې روسیه او اوکراین د مارچ پر درېيمه د خبرو په دویم پړاو کې پر داسې مهال پر اوربند وغږېږي چې روسیو پوځي ځواکونو پر خارکیف بمبارۍ ته دوام ورکړی او د اوکراین دوه بندرونه یې محاصره کړي دي.

د بېلاروس په برېست سیمه کې د دویم پړاو د خبرو موخه د جګړې درول دي خو داسې ښکاري چې دواړه خواوې په دې تړاو کم نېږدېوالی یا مشترکې نکتې لري. اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي رویټرز اژانس او سي اېن اېن ټېلېوېژن ته ویلي چې روسیه باید پر اوربند د معناداره خبرو تر پیل مخکې پر اوکراینو ښارونو بمبارۍ ودروي.

بایډن: روسیه به پر اوکراین د حملې له وجې ډېره زیانمنه شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:54 0:00

د دویم پړاو د مذاکراتو پلانونه پر داسې وخت جوړ شوي چې پر نړیوال کچ مسکو د لا زیات یوازیتوب په حال کې دی ځکه چې د مارچ پر درېيمه نېټه د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې په غونډه کې د نړۍ زیاتره هېوادونه یې پرضد ودرېدل او ورڅخه یې غوښتنه وکړه چې له اوکراینه دې ځواکونه وباسي.

په پرېکړه لیک کې ((پر اوکراین د روسیې د یرغل غندنه)) شوې ده. د ملګرو ملتونو له ۱۹۳ غړو څخه ۱۴۱ هېوادونو د هغه پرېکړه لیک چې لازم الاجرا نه دی، په حق کې رایه ورکړه.

په همدې حال کې د نړیوال جنايي عدالت څارنوال د روسیې پرضد د ممکنه جنګي جرمونو پلټنې پیل کړې دي.

بل خوا کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن بېلجییم، پولینډ، مالدووا او د بالټېک سمندرګي هېوادونو ته د سفر پلان اعلان کړی دی چې له اوکراین سره د واشنګټن پر ملاتړ ټینګار وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG