د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اټومي انرژۍ نړیواله اداره د اوکراین په اړه بیړنۍ غونډه کوي


په کییف کې په یوه ودانۍ کې د توغندي تر لګېدو وروسته اور بل دی - د فبرورۍ ۲۶مې انځور.
په کییف کې په یوه ودانۍ کې د توغندي تر لګېدو وروسته اور بل دی - د فبرورۍ ۲۶مې انځور.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ ادارې (ای اې اي اې) چارواکي د اوکراین په اړه بیړنۍ غونډه وکړي.

ډېپلوماټانو د فبرورۍ پر ۲۷مه رویټرز اژانس ته ویلي چې په ویانا کې به د څارونکو ډله د اوکراین د حالاتو د جاج اخیستو لپاره د مارچ پر درېیمه سره کښېني. یوه ډېپلوماټ چې نوم یې نه دی ښوول شوی، رویټرز اژانس ته ویلي چې په غونډه کې پر اټومي "خوندیتوب، امنیت او حفاظتي اقداماتو" د اوکراین حالاتو اغېز ته کتنه کېږي.

یوه بل ډېپلوماټ ویلي چې دا غونډه کاناډا او پولینډ د اوکراین په غوښتنه وربللې ده چې هغه هېواد د ای اې اي اې غړی نه دی.

د کاناډا او پولینډ په ګډون ۳۵ هېوادونه د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې غړي دي.

د هغې ادارې مشر ماریانو ګروسي د فبرورۍ پر ۲۶مه ویلي چې د اوکراین جګړې له وجې د اټومي موادو د خوندیتوب په اړه اندېښنې لري.

دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین د روسیې تر حملې وروسته هلته پر څلورمه ورځ جګړه روانه ده. د اوکراینۍ پلازمېنې کییف اوسېدونکي وايي، د فبرورۍ له ۲۷مې نېټې له پیلېدو سره سم په ښار کې یوه درنه او نورې وړې چاودنې شوې دي. چارواکو د ښار اوسېدونکو ته د شپې مهال د روسیې له لوري د ممکنه هوايي برید خبرداری ورکړی وو او ورته یې ویلي ول چې په ته خانو (زېر زمینیو) کې ځانونه پټ کړي.

په زرګونه سړیو، ښځو او ماشومانو په داسې حال کې په ودانیو او د ځمکلاندې اورګاډو په تمځایونو کې پناه اخیستې چې چارواکو په ښار کې ګرځبندیز اعلان کړی دی.

اخوا شاوخوا ۱۵۰،۰۰۰ اوکراینیان پولینډ، مولدووا او نورو ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي دي او ملګرو ملتونو د ممکنه بشري ناورین خبرداری ورکړی.

داسې ښکاري چې روسیو ځواکونو د سرښار کییف د محاصرې هڅې زیاتې کړي دي. همداراز، د اوکراین له دویم لوی ښار خارکیفه هم په لارو کوڅو کې د جګړې رپورټونه راغلي دي.

روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ پر ۲۴مه ولسمشر په اوکراین کې د "پوځي عملیاتو" اعلان وکړ او و یې ویل چې مقصد یې د "ولس محفوظ" ساتل دي. ده وویل چې دغه ګام یې د اوکراین له خوا د ورپېښو "خطرو" په ځواب کې پورته کړی.

روسي ولسمشر پر اوکراین د حملې د اعلان پر وخت ویلي ول چې د "ځانګړو" عملیاتو موخه، ګاونډی هېواد د ده په وینا، "بې وسلې" او له "ناڅیانو یا نازیانو پاکول" دي.

پر اوکراین تر حملې وروسته امریکا او اروپايي ټولنې پر روسیې د یوشمېر نویو بندیزونو لګولو اعلان وکړ او ملګرو ملتونو سمدستي د جګړې درولو غږ وکړ.

پوتین د تېر کال له پای راهیسې اوکراینۍ پولې ته نېږدې زرګونه سرتېري ځای پر ځای کړي ول او له امریکا او ملګرو څخه یې په ناټو اتحاد کې د اوکراین نه شاملولو ترڅنګ پراخ امنیتي ضمانتونه غوښتل چې واشنګټن رد کړل.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG