د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین ولسمشر پر ولس د سرښار کییف د دفاع غږ کړی


زېلېنکسي تېره شپه، په خپل ټیلیګرام چینل وویل، روسي ځواکونه ښايي په شپه کې د مرکزي ښار کییف د نیولو کوشش وکړي: انځور له ارشیفه
زېلېنکسي تېره شپه، په خپل ټیلیګرام چینل وویل، روسي ځواکونه ښايي په شپه کې د مرکزي ښار کییف د نیولو کوشش وکړي: انځور له ارشیفه

د اوکرایین ولسمشر وولوديمير زېلېنکسي ویلي، هیواد به یې تسلیم نه شي. هغه د فبرورۍ پر ۲۶مه، پر داسې وخت په خپل ټوېټر دا پیغام خپور کړی چې روسي ځواکونو کییف ښار محاصره کړی دی.

د اوکراین ولسمشر د کییف له یوې څنډې په ویډیويي پیغام کې زیاته کړې چې په پلازمینه کې دی او خپله وسله به په ځمکه کېنږدي او د خپل هیواد دفاع به وکړي. هغه له پلازمینې څخه د وتلو لپاره د امریکا د مرستې وړاندیزونه هم رد کړي دي.

ویل کیږي چې روسي ځواکونه په ښارونو او پوځي اډو له ډزو او هوايي بریدونو وروسته د کییف پر لور روان دي او ظاهراً هڅه کوي چې پلازمینه له څو خواوو محاصره کړي.

تر دې وړاندې وولوديمير زېلېنکسي له ولس نه غوښتي ول چې د کییف په دفاع کې دې مرسته وکړي. دا په داسې حال کې ده چې روسيو ځواکونو د اوکراین په مرکزي ښار کې پرمختګ کړی چې ورسره یې خلک پناه اخیستو یا تښتېدو ته اړ ايستلي دي.

زېلېنکسي د فبرورۍ د ۲۵مې او ۲۶مې په منځنۍ شپه، په خپل ټیلیګرام چینل کې په یوه ویډیويي پیغام کې خبرداری ورکړی چې روسي ځواکونه ښايي په شپه کې د مرکزي ښار کییف د نیولو کوشش وکړي.

چارواکو وار له مخې خلک خبرداره کړي وو چې روسي ځواکونه به د مرکزي ښار په لور حرکت کوي.
په عین حال کې په کییف راکټي بریدونه هم شوي دي.

د اوکراین پلازمینې کېیف د یوې څنډې انځور
د اوکراین پلازمینې کېیف د یوې څنډې انځور


د فبرورۍ د ۲۵مې په ماښام عیني شاهدانو د ښار له غربي برخې نه د سختو ډزو د اورېدو خبر ورکړ.
په عین حال کې په زرګونو اوکراینیان ګاونډیو هیوادونو ته وتلي دي.

بلخوا امریکا، برتانیا، کاناډا او اروپايي ټولنې د فبرورۍ پر ۲۵مه پر اوکراین د روس د یرغل په غبرګون کې د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین او د بهرنیو چارو وزیر سېرګي لاوروف باندې بندیزونه ولګول.

اروپايي اتحادیه اول وه چې پوتین او لاوروف د بندیزونو په فهرست کې واچوي. دا د هغو پراخو بندیزونو برخه ده چې د اروپايي اتحادیې مشرانو په بیړنۍ سرمشریزه کې ورباندې اتفاق وشو.

د برتانیې وزیراعظم بوریس جانسن د ناټو مشرانو ته په ټیلي فوني خبرو کې وویل چې هیواد به یې هم د پوتین او لاوروف خلاف بندیزونه ولګوي. په عین حال کې د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي د امریکا د پریکړې په اړه وویل چې په بندیزونو کې به سفري پابندیانې شاملې وي.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي وو چې د پوتین خلاف بندیزونه تر غور لاندې دي. د امریکا لخوا پر روسي مشرانو د بندیزونو پریکړه وروسته له هغې مخې ته راغلې چې ولسمشر جو بایډن له اروپايي مشرانو سره خبرې وکړې. ساکي وویل چې د امریکا دا اقدام یو واضحه پیغام لېږل دي چې د پوتین او د روسیې له اقداماتو سره د دوی قوي مخالفت دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریه زخارووا وویل چې د پوتین او لاوروف خلاف د غربي هیوادونو د بندیزونو پریکړه د "د هغوی د خارجه پالیسۍ مکمله ناکامي ښيي." هغې خبردارې ورکړ چې له غربي هیوادونو سره د روسيې تعلقات د بېرته نه راستنېدو حالت ته رسېدلي دي.

په کېیف کې یوه امنیتي پوسته
په کېیف کې یوه امنیتي پوسته

د ناټو مشر ینس سټولټنبرګ بیا وايي چې پر اوکراین د روسيې تر یرغل وروسته ایتلاف یې ختیځو اورپايي هیوادونو ته د ډاډګېرنې لپاره جنګ ته چمتو د یو ځانګړي ځواک ځینې برخې ځای پر ځای کوي. سټولټنبرګ د فبرورۍ پر ۲۵مه یوې خبري غونډې ته وویل چې د ځوابي ځواک ګمارنه به د مجموعي دفاع په برخه کې لومړۍ هغه وي چې ځای پر ځای کیږي.

سټولټنبرګ د ناټو د یوې انلاین سرمشریزې وروسته دا څرګندونې وکړې خو دا یې ونه ویل چې څومره پوځیان به ځای پر ځای کېږي. خو نوموړي په اشارو کې "زرګونه " یاد کړل او تایید یې کړه چې په دې اقدام کې به ځمکني، سمندری او هوایي ځواک شامل وي.

پر دې سربېره وار له مخه یوه بله ډله به هم لیږل کیږي چې فرانسه یې مشري کوي.

ناټو تر دې مخکې په هستونیا، لاتویا، لیتوانیا او پولینډ کې شاوخوا ۵۰۰۰ سرتیري ځای پر ځای کړي وو، خو په تیرو درو میاشتو کې یې په دغو هیوادونو کې د پام وړ دفاعي ځواکونه زیات کړي دي. د امریکا او د ناټو ۲۹ نور غړي هېوادونه اوکراین ته مختلفې وسلې ورکوي او سټولټنبرګ وویل چې دا به دوام وکړي.

په عین حال کې روسیې د فبرورۍ په ۲۵مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه قرارداد ویټو کړ چې پکې پر اوکراین د مسکو د یرغل غندنه شوې وه. د دې کار له مخکې نه تمه وه چې روسیه به د دغه قرارداد مسوده ویټو کوي. خو اوس تمه ده چې د ملګرو ملتونو په جنرل اسمبلۍ کې دا خبره راپورته کړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG