په ترکیه کې د اروپا د انتخاباتي څارنې د ماموریت یوې غړې د سېشنبې په ورځ ویلي چې د ترکیې په ټولپوښتنه کې ښايي په دوه نیم میلونو رایو کې لاسوهنه شوې وي.
د ترکي په استنبول او نورو ښارونو کې، زرګونو خلکو د هغې ټولپوښتنې د پایلو خلاف مظاهرې کړي چې ولسمشر رجب طیب اردغان ته یې په لږ اکثریت سره، زیات واک په لاس کې ورکړ.
د پراګ په انګلو امریکايي پوهنتون کې مو د ترکیې چارو له پوهې او استادې پېلېن عیان موسل سره خبرې کړې دي او ورڅخه مو وپوښتل چې ریښتیا هم دا په اساسي قانون کې ډېر لوی بدلون دی؟
د امریکا مرستیال ولسمشر د جنوبي کوریا له پلازمېنې شمالي کوریا ته خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د پیونګ یانګ...
په ترکیه کې د آییني بدلونونو لپاره په شوې ټولپوښتنه کې ولسمشر رجب طیب اردغان په یو فیصد اکثریت سره بری ترلاسه کړی دی.
د ترکیې حکومت وایي، د یکشنبې د ورځې په نظرپوښتنه کې ګډونکونکو د اساسي قانون بدلون تايید کړ. پدې ډول به د ترکیې پارلماني سیسټم په صدارتي نظام بدل شي.
نن (یکشنبه) په ترکيه کې خلک په ټولپوښتنه يا ريفرنډيم کې رايي اچوي چې ترمخې به یې په اساسي قانون کې د بدلون یا نه بدلون پرېکړه وشي.
په مسکو کې د روسیې په مشرۍ د افغانستان امنیتي ننګونو په باب د دوولس هېوادونو یوه غونډه کېږي چې د افغانستان، پاکستان، هند، ایران او منځنۍ اسیا هېوادونه پکې ګډون کوي.
نوموړي دا خبرې تر هغې وروسته په سپینه ماڼۍ کې کړې دي چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن د لومړي ځل لپاره د ټرمپ د ادارې د یوه لوړپوړي چارواکي په توګه له روسي ولسمشر ولادمیر پوتین سره وکتل.
څېړونکي وايي، د تودوښي درجې زیاتېدو تر ټولو لوی اغېز به د مخ پر ودې هېوادونو ښاري سیمې وي ځکه چې هلته ابادي ګڼه ده، د صنعتونو له کبله هوا او چاپېریال زیات ککړېږي او د داسې ودانیو او مشینونو موجودګي پراخه ده چې حرارت زېږوي.
ريکس ټیلرسن به د روس بهرنيو چارو وزير سرګی لاروف ترڅنګ له نورو چارواکيو سره ګوري.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي ، دوی تیار دي چې که اړتیاوي نو د شمالي کوریا مسله له چینه پرته هواره کړي.
نور وښیئ