د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې سره تعلقات ((ساړه)) دي، ناټو دې د افغانانو مرسته وکړي: ټرمپ


پراګ - امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي هېواد یې له روسیې سره پر موضوعاتو اختلاف لري او اړیکي ښايي ((تر بل هر وخته زیات ساړه وي)) او دا چې ناټو دې له افغانستان سره لا زیاتې مرستې وکړې.

نوموړي دا خبرې تر هغې وروسته په سپینه ماڼۍ کې کړې دي چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن د لومړي ځل لپاره د ټرمپ د ادارې د یوه لوړپوړي چارواکي په توګه له روسي ولسمشر ولادمیر پوتین سره وکتل.

ټرمپ د چارشنبې پر ورځ د ناټو له سرمنشي ینز ستولتنبرګ سره په سپینه ماڼۍ کې په ګډه خبري غونډه کې د ټېلرسن او پوتین خبرې تر تمې ښې وبللې.

ده وویل، د ناټو اتحاد نور ((له کاره نه دی لوېدلی)). ده د دې اتحاد ستاینه وکړه چې د ترهګرۍ پر ضد جنګېږي خو بیا یې ټینګار وکړ چې غړي هېوادونه باید د خپلې برخې پیسې ورکړي.

له افغان ((ملګرو)) سره زیاتې مرستې

ټرمپ پر ناټو غږ وکړ چې د افغان او عراقیو ((ملګرو)) د مرستې لپاره دې لا زیات کار وکړي.

ټرمپ پخوا پر ناټو اتحاد انتقاد کاوه.

ټرمپ د افغانستان په جګړه کې ناټو ته د لا زیات کار سپارښتنه پر داسې وخت کړې چې د جمعې پر ورځ په مسکو کې د افغانستان سولې په اړه غونډه کېږي او په وروستیو کې امریکايي لوړپوړو جنرالانو تور پورې کړی چې مسکو په افغانستان کې د طالبانو ((نامستقیمه)) مرسته کوي.

روسی ولسمشر ولادمیر پوتین
روسی ولسمشر ولادمیر پوتین

طالبان او روسیه دواړه دا تور ناسم بولي. د جمعې په غونډه کې پر افغانستان برسېره، د منځنۍ اسیا پینځه هېوادونه، پاکستان، هند، ایران او چین برخه اخلي. امریکا په غونډه کې پر بلنې سربېره له ګډونه ډډه کوي.

هیله من یم چې د افغانستان په اړه ځواکونو ته اړ نشم: پوتین

هلته د روسیې دولتي خبري اژانس تاس او سپوتنیک ویلي، روسی ولسمشر ولادمیر پوتین هیله لري چې د افغانستان بحران ته په کتو به هېڅ کله ((په تاجکستان کې د پرتو ځواکونو کارولو ته اړ نشي.))

دې اژانسونو د چارشنبې پر ورځ له میر ټېلېوېژن سره په مرکه کې د پوتین له خولې ویلي، روسیې ته ((لومړی ګواښ د ترهګرۍ دی چې له افغانستانه پېښ دی او ډېر زیات جدي دی.))

پوتین وايي، ((واقعي هیله من دی چې په تاجکستان کې د خپلو پرتو سرتېرو په ګډون)) د افغانستان بحران هواري لپاره ((ځواکونه و نه کاروي.))

د روسیې او امریکا ساړه تعلقات او د شام شخړه

ټرمپ له پوتین سره د اړیکو ښه کولو هیله وښوده او ویې ویل، ګوري ((به چې څه کېږي.))

ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې د ناټو او روسیې په اړه څرګندونې کړې دي چې د سوریې پر رژیم د دې لپاره سخت انتقادونه روان دي چې په عامو خلکو د کیمیاوي وسلو د کارونې تور پرې لګېدلی دی.

روسیه د شامي (سوریايي) رژیم نېږدې ملګرې ده.

دمشق او مسکو وايي، د اپرېل پر څلورمه د یاغیانو تر واک لاندې شامي وړوکي ښار خان شیخون کې زهرجن ګیس هغه مهال په لسګونه خلک ووژل چې حکومتي ځواکونو د یاغیانو د وسلو پر زېرمتون بمباري وکړه.

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران
د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران

هلته د چارشنبې پر ورځ په مسکو کې له خپل روسي سیال سېرګې لاوروف سره تر لیدو وروسته ټېلرسن رسنیو ته وویل چې د دواړو هېوادونو اړیکې په یوه ټیټه کچه کې دي.

((موږ د امریکا او روسیې د روابطو په اوسني وضعیت خبرې وکړې. ما دا څرګنده کړه چې د امریکا او روسیې اړیکي ساړه دي. زموږ دوو هېوادونو تر منځ اعتبار کم دی. د نړۍ دا دوه اټومي مخکښ هېوادونه داسې ساړه اړیکي نه شي لرلی)).

ده زیاته کړه چې پر اختلافاتو سربېره یې له روسیو چارواکو سره په ښه فضا او ماحول کې خبرې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG