د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیه: خلکو د اساسي قانون د بدلون په حق کې رایه ورکړه


د ولسمشر اردغان پلویان بری لمانځي
د ولسمشر اردغان پلویان بری لمانځي

فرشته جلالزۍ

د ترکیې حکومت وایي، د یکشنبې د ورځې په نظرپوښتنه کې ګډونکونکو د اساسي قانون بدلون تايید کړ. پدې ډول به د ترکیې پارلماني سیسټم په صدارتي نظام بدل شي.

په ترکیه کې د هغوکسانو شمېر چې داساسي قانون بدلون ته یې "هو" راییه ورکړه ، لږ پر هغو کسانو ډېر و چې له دې پلان سره یې دمخالفت رایې ورکړې دي.

د ترکیې حکومتي چارواکو دیک شنبه په ورځ وویل چې څه باندې 51 فیصده خلکو چې په ټولپوښتنه کې یې برخه اخیستې وه،"هو" رایه ورکړې ده.

د ترکیې په اساسي قانون کې تعدیل دهغه هېواد دولسمشرصلاحیتونه زیاتوي او ولسمشر رجب طیب اردغان به تر 2029 [میلادي] کاله په قدرت کې پاتې شي.

په ترکیه کې له هغو کسانو چې د رايې ورکولو په شرایطو برابروو ، غوښتنه شوې وه چې د هغه هېواد په اساسي قانون کې د اتلسومادو تعدیل ته "هو" یا "نه" رایه ورکړي.

ولسمشر اردغان او مېرمن یې بری لمانځي
ولسمشر اردغان او مېرمن یې بری لمانځي

دترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د یکشنبې په ورځ په ټولپوښتنه کې د بري له امله، خپلو ملت پالوپلویانو ته مبارکي ورکړه.

په ترکیه کې درژیم عمده اپوزیسیون ، د ترکیې دخلکوجمهوري ګوند د 60 فیصده رایو د بیا شمېرلو غوښتنه کړې ده او وايي چې 37 فیصده رایې چې د تعدیل په ګټه ګڼل شوې، سمې نه دي.

دې ګوند د ترکیې د انتخاباتو پرکمیسون هم انتقادکړی چې د رایو د شمېرنې په بهیر کې یې په وروستۍ شېبه کې بدلون راووست او درغلیوته یې لار پرانیستله.په اساسي قانون کې د تعدیل د تایید لپاره د ساده اکثریت رایوته اړتیا وه.

د انتخاباتو کمېسون ویلي چې نږدې 48 فیصده کسانو د تعدیل خلاف رایه ورکړې وه. پدې نظرپوښتنه کې نږدې 86 فېصده ترکانو چې د رايې ورکولو په شرایطو برابر وو، ګډون کړی و.

د ترکیې او اروپايي اتحادیې نازک روابط هم لدې ټولپوښتنې سره تر زیاتو سوالونو لاندې دي. یوشمېر څارونکي پدې باور دي چې پدې ټولپوښتنه کې د اردغان بری ښايي د انقرې او بروکسل د اړیکو د پرې کېدو سبب شي.

اردغان خلکوته پرون وویل چې په اساسي قانون کې تعدیل ته"هو" ویل په ترکیه کې دبدلون ملاتړ دی او ټینګاریې کړی و چې ډیموکراتیکو ارزښتونو ته د ترکیې دخلکو پرلېوالتیا باور لري. د ټولپوښتنې پلویان تر مخالفانو لږبرلاسي دي.

هغوی وايي چې دقانون تعدیل به د ترکیې له ثبات او ډیموکراسۍ له ودې سره مرسته وکړي.

خو مخالفان یې وايي چې دا به د اردوغان په ګټه تمامه شي، پارلمان به کمزوری کړي، قضا به سیاسي شي او د ولسمشر اجرايي صلاحیت به زیات شي.

په ترکیه کې د تېرکال د جولاي له میاشتې چې دحاکم نظام پرضد ناکامه کودتا وشوه، اضطراري/بېړنی حالت ټینګ دی. هلته د کودتا تر ناکامې هڅې وروسته، لس هاوو زره ترکان چې محصلان، د پوهنتونو استادان، خبریالان اومدني فعالان پکې دي، بندیان شوي یا له دندو لرې شوي دي.

له هغه راهیسې، په ترکیه کې څو مطبوعاتي ادارې هم تړل شوې دي.

په ترکیه کې لږترلږه 55 میلونه وګړي د رایې ورکولو په شرایطو برابر ګڼل شوي وو. هغوترکانوچې له ترکیې بهرمېشت دي، تېره اونۍ رایې ورکړې وې.

د ترکیې وزیراعظم بن علي یلدرم چې د تعدیل پلوي یې کوله، پرون په ازمیر کې رایه ورکړه او ویې ویل چې هېواد یې باید داسې پریکړه وکړي چې معمولي نه شي ګڼل کېدلائ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG