د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ترکیه کې خلکو د ټولپوښتنې پر پایلو اعتراضونه پیل کړي


د ترکي په استنبول او نورو ښارونو کې، زرګونو خلکو د هغې ټولپوښتنې د پایلو خلاف مظاهرې کړي چې ولسمشر رجب طیب اردغان ته یې په لږ اکثریت سره، زیات واک په لاس کې ورکړ.

د دوشنبې په ورځ لږ تر لږه زر کسان د استنبول اروپايي لوري ته په بیسیکتاس سیمه کې د اعتراض لپاره راټول شوي وو او بل پلو د همدې ښار اسیايي لوري کادي کويي کې چې دوهم ازاد خیاله، اردوان ضد سیمه ګڼل کېږي، د دوو زرو په شاوخوا کې خلکو لاریون وکړ.

په دې سربېره د وړې کچې مظاهرې په انقره، ازمیر او د ترکي په نورو ښارونو کې هم شوې دي. د ترکي رسنۍ خبر ورکوي چې ۱۳ تنان په میدیتراني ښار اناتولیا کې د مظاهرو پر مهال پولیسو نیولي دي.

اعتراض کونکي د ټولپوښتنې د رایه اچونې په بهیر کې، په اخري وخت کې دبدلون په راوستلو او د انتخباتي بورډ د هغې پرېکړې پر ضد غصه دي چې په نتجه کې یې د یو میلیون نه زیاتې رایې چې له رسمي ټاپو څخه پرته استعمالې شوې وې، سمې وګڼلې شوې.

د اروپايي ټولنې د رایو څارونکیو او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د ټولپوښتنې پر مهال دغو بې نظمیو ته اشاره کړې ده خو بل پلو د ترکي چارواکي ادعا کوي چې ټولپوښتنه په شفافه توګه ترسره شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG