د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسکو کې د افغانستان په باب غونډه روانه ده


مسکو ښار
مسکو ښار

په مسکو کې د روسیې په مشرۍ د افغانستان امنیتي ننګونو په باب د دوولس هېوادونو یوه غونډه کېږي چې د افغانستان، پاکستان، هند، ایران او منځنۍ اسیا هېوادونه پکې ګډون کوي.

د زیارت په ورځ د پاکستان خارجه دفتر لخوا ویلي شوې چې په دې غونډه کې د خارجه چارو اېډیشنل سېکرټري تسنیم اسلم د پاکستاني پلاوي مشري کوي.

بلخوا تېره ورځ د امریکا خارجه دفتر ویاند مارک ټونر خبري غونډې ته ویلي دي،پلان یې نه شته چې غونډې ته ورشي، د نوموړي په خبره دوی ته د دغه غونډې موخه څرګنده نه ده.

د روس په مشرۍ د افغانستان پر حالاتو غونډې په اړه خبریال طاهر خان وایي، که څه هم دا یوه مهمه غونډه ده خو د افغان مسلې هواری له امریکا سره دی.

د ده په وینا چې دې غونډې ته رابلل شوې هېوادونه نه یوازې د سیمې مهم ملکونه دي بلکې له افغانستان سره یې اړیکې هم شته.

''د روس دا نظر دی چې په افغانستان کې د جنګ او خارجیانو پاتېکېدل اوس د سیمې لپاره یو ښه کار نه دی او د روس دا کوشش دی چې د دې غونډو په بنیاد د سیمې هېوادونو حمایت ترلاسه کړي چې د سولې لپاره هم کار وکړي او بیا د وسله والې ډلې داعش د مخنیوي لپاره دا ټول ملکونه راجمع کړي او یو ګډ دریځ خپل کړي.''

د سیمه ایزه چارو کار پوه امتیاز ګل وایې چې مهم ملکونه په دې غونډه کې ګډون کوي او د دوی ټولو غوښتنه هم دا ده چې په څه نه څه ډول افغانستان کې سوله راشي.

واضحه دې وي چې د ۲۰۱۶ م کال په دسمبر میاشت کې د افغانستان حالاتو په باب د پاکستان، چین او د روس درې - اړخیز غونډه شوې وه او د په دا ورستیو کې بیا هم په دې لړ کې د سږ کال په فېبرري میاشت کې د شپږ ملکونو غونډه په مسکو کې شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG