د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي پر نوموړي ټینګار کړی وو چې ولسمشرۍ ته دې نه درېږي خو احمدي نژاد تېره اوونۍ د خپلې نوماندۍ له اعلان سره هېواد حیرانه کړ. خامنه يي ویلي، د احمدي نژاد نوماندي به ((یو وېشل شوی حالت)) پیدا کړي چې د ((هېواد لپاره تاواني)) دی.