د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا بهرنيو چارو وزير له روسي چارواکيو سره ويني


ريکس ټیلرسن به د روس بهرنيو چارو وزير سرګی لاروف ترڅنګ له نورو چارواکيو سره ګوري.

د امريکا بهرنيو چارو وزير به د چارشنبې په ورځ د مسکو د سفر پر مهال روسي چارواکي وننګوي چې د کيمياوي وسلو د استعمال په اړه د ولسمشر بشارالاسد ملاتړکوي.

ريکس ټیلرسن به د روس بهرنيو چارو وزير سرګی لاروف ترڅنګ له نورو چارواکيو سره وګوري.

نوموړی په داسي حال کې د روس سفر کوي چې څو ورځې وړاندې امريکا په شام کې پرهغه پوځي اډه توغندي و توغول چې د واشنګټن په وينا د ولسي وګړيوپرضد د کيمياوي ګېس لپاره استعماله شوې وه.

راته په ډاګه ده چې د بشارالاسد واک نور په ختمېدو دی او تمع لرو چې د روس حکومت به په دې نتيجه رسېدلی وي چې د يوه بې باوره کس ملګري يو. ريکس ټيلرسن

​په پېښه کې تر۸۰ زيات ولسي وګړي وژل شوي وو.

له اټاليا څخه مسکو ته تر راونېدو له مخه ريکس ټیلرسن خبريالانو ته وويل، ورته په ډاګه ده چې د بشارالاسد واک نور په ختمېدو دی او دوی تمع لري چې د روس حکومت به په دې نتيجه رسېدلی وي چې د يوه بې باوره کس ملګری دی.

هلته د روس ولسمشر د ريکس ټیلرسن د ورتګ ورځ د خپلو څرګندونو لپاره انتخاب کړه.

نوموړي خبريالانو ته وويل چې مسکو به په کيمياوي وسلو کې د شويو وژنو په اړه په هېګ کې د ملګرو ملتونو له ادارې د پلټنوغوښتنه کوي.

ښاغلي پوتين زياته کړه، داسي جاسوسي مالومات يې ترلاسه کړي چې کيمياوي وسلو استعمال يو سنجول شوی پارونکی پلان وو چې له مخه يې بشارلاسد تورن کړل شي.خو نوموړي په دې اړه شواهد وړاندې نکړل.​

پخوا چې به کله هم د امريکا بهرنيو چارو وزير جون کيري د مسکو سفر کولی نو ولاديمير پوتين به ورسره ليدل خودا ځل څرګنده نه ده چې ايا هغه به له ريکس ټیلرسن سره و ويني او که څنګه؟​
د کريملن وياند ديمتري پسکوف ويلي، لا هم ښاغلي پوتن له امريکايي ډپلوماټ سره د ليدو پلان نلري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG