د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیه: په اساسي قانون کې د بدلون/ نه بدلون لپاره ریفرنډم


ترکیه کې ریفرنډم
ترکیه کې ریفرنډم

نن (یکشنبه) په ترکيه کې خلک په ټولپوښتنه يا ريفرنډيم کې رايي اچوي چې ترمخې به یې په اساسي قانون کې د بدلون یا نه بدلون پرېکړه وشي.

د نننیو رایو نتیجه به په ترکیه کې ځواکمن صدراتي نظام رامینځ ته او ولسمشر طیب اردوغان ته به نور پراخ صلاحیتونه ترلاسه شي او ممکن تر نورو لسو کلونو پورې به د ولسمشرۍ پر چوکۍ پاتې شي.

د ترکي ولسمشر په ریفرنډم کې رایه کاروي
د ترکي ولسمشر په ریفرنډم کې رایه کاروي

د نظر پوښتنې پر مهال رایه ورکونکي اتلسو پوښتنو ته په ساده انداز کې په ( هو ) یا ( نه ) ځواب وايي. د رایو یو ساده اکثریت هم کولی شي، په اساسي قانونو کې د بدلون لپاره لاره هواره کړي.

د ترکي چارواکي وايي د رایو په ۱۶۰ زره مرکزونو کې ۵۵ ملیونه خلک خپله رایه استعمالوي. له ترکي نه بهر اوسیدونکیو ترکانو وار له مخې خپلې رایې استعمال کړې دي.
یوشمیر کارپوهان وايي، که دا ټولپوښتنه بریالۍ شي نو د ترکیې نظام به د یوه سړي په لاس کې متمرکز سیسټم وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG