اسفندیار خان وايي، پروېزمشرف راته د خپلې واکمنۍ پر مهال ویلي ول، که چېرې هغه د افغانستان ولسشمر حامد کرزي ته ورشي او د ډیورنډ کرښه ورباندې ومني، نو د ترهگرۍ او بد امنۍ ټولې معاملې به له مينځه ولاړې شي.
د امريکا له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې که ايران خپلې ژمنې پرځای کړي، پر دې هېواد لګېدلي نړېوال بنديزونه به ليری کړای شي.
کبیر افغان وايي، چې د سږ کال په کمپېن کې یې د بلوچستان بېلابېلو پښتني ضلعو کې په سلګونه ماشومان سکولونو ته داخله کړیدي.
کله چې د قبايلي سيمو متاثرينو باندې سخته راغلې وه نو پنجاب او سيند پرې خپلې دروازې بندې کړې وى او اوس دوي د پنجاب د وزير اعلي سره د خپلو مسلو د حل لپاره ملاقاتونه کوي
سختدریځی بنسټ پال جلال الدین حقاني، له څلورو لسیزو راهیسې د پاکستاناستخباراتي ادارې یا (ای اېس ای) یو اصلي، مهم متحد او ملګری دی.
د شمالي وزيرستان يو بل قبايلي مشر ملک نثار علي خان بيا وايي، چې په قبايلي سيمو کې د نافذ قانون ايف سي آر له مخې تر څو چې په وزيرستان کې پوځ موجود وي تر هغو د امنيت ټينګ ساتلو زمه واري پر خلکو نه بلکې په پوځ راځي.
د حکومت په دې فيصله د ولس وينا ده چې حکومت لږه موده وړاندې د تيلو په نرخونو کې کمی کړی و بايد چې دغه نرخونه یې پرځای ساتلي وی.
له خېرالله سره له خبرو کولو وروسته څنګ ته دوکان ته ورغلو چرته چې یو ماشوم ناست وو او نږدې وو چې په ژړا وو. له سهاره ورک او په دغه دوکان کې ناست وو.
پاکستان حکومت د شمالي وزيرستان کډوالو ته ويلي دي چې تر هغو خپلو سيمو ته نه شي ستنېدې ترڅو چې يې له حکومت سره ((د شمالي وزيرستان ټولنيز تړون ۲۰۱۵ ) نه وي لاس ليک کړی، خو د شمالي وزيرستان يو شمېر مشران د دغه تړون خلاف دي. د شمالي وزيرستان قبايلي مشر ميرکالام خان وايي که يو خوا حکومت له دوی وسله اخلي نو بلخوا ورته وايي چې څوک په خپله سيمه کې په امنيټ ټينګ ساتلو يا وسله والو نيولو کې پاتې راغلې نو د کورنو ورانولو په ګډون به ورته يو شمېر سزاګانې ورکړل کېږي.
د مينځني ختيځ په صورتحال تېر ماښام د وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ کې يوه غونډه وشوه چې پکې له وفاقي وزيرانو پرته پوځي مشرانو هم ګډون وکړ.
غیر سرکاري ادارې د حوا لور په وینا چې دوی به ښځو ته په دې لړ کې تربیت هم ورکوي او هر کال پس به د دې انتخابات هم کیږي.
همداراز د خېبر اېجنسۍ سره تعلق لرونکې سياسي او سماجي کارکن رحمان اپرېدی وايي بلدياتي نظام تر ټولو زيات د قبايلو ضرورت دی او د دې لپاره به دوی احتجاج شورو کوي چې ولې په يو ملک کې دوه قانونونه چلېږي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته