د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د حوا لور ټولنه د ښځو حق پالنه کوي'


خورشید بانو د حوا لور ټولنې مشره
خورشید بانو د حوا لور ټولنې مشره

غیر سرکاري ادارې د حوا لور په وینا چې دوی به ښځو ته په دې لړ کې تربیت هم ورکوي او هر کال پس به د دې انتخابات هم کیږي.

د یو غیر سرکاري ادارې لخوا د خیبر پښتنونخوا په تاریخ کې په وړومبې ځل د ژوند په مختلفو شعبو کې د ښځو حقونو لپارهښځو خپل یونین جوړ کړې شوې دې.

د حوا د لور په نوم د ښځو خیر ښیګړې لپاره کارکونکې غیر سرکاري ادارې مشره خورشید بانو وایې چې خیبر پښتونخوا کې ښځې په مختلفو شعبو کې کارکوي خو د کار په ځایې کې د هغې د مسلو د حل لپاره دزنانو د نمایندګې مسله ده.

د دې په وینا چې د ښځو دې یونین لپاره دوي د ژوند د هرې شعبې زنانو سره رابطه کړې ده چې پکې په کورونو کې د کارکونکې زنانو نه واخلې د طب شعبې، نرسنګ ، دفترونو کې کارکونکې ، وکیلانې او ذده کونکې د دې یونین برخه دې.

خورشید بانو چې وړومبې منتخب شوې د پاکستان یونین فیډریشن غړې هم ده، خپلو خبرو کې زیاته کړه چې په قامي او صوبایې کچ یونین خو جوړ دې خو په هغې کې صرف د نارینو نمایندګې وي نه چې د ښځو، نو موږ غواړو چې ښځې خپلې مسلې خپله هواره کړې.

دا وایي، «په مختلفو شعبو کې کارکونکې ښځو ته بیخې نه وي معلومه چې د خپلې محکمې انتظامیې سره به څنګه خبره کول وي او خپلې مطالبې به څنګه مشرانو پورې رسول وي. د دې نه علاوه د دې مالومات ورته هم نه وي چې د اصولو مطابق د احتجاجونو څه طریقه کار دې نو موږ غواړو چې د کارکونکو او مشرانو ترمینځه یو داسي پل جوړ کړو چې هغې د خپلو حقونو نه خبر کړو»

غیر سرکاري ادارې د حوا لور په وینا چې دوی به ښځو ته په دې لړ کې تربیت هم ورکوي او هر کال پس به د دې انتخابات هم کیږي.

پدې سوال چې څنګه یې د ښځینه کارکونکو لپاره د یونین جوړولو خیال راغلو ، خورشید بانو اوویل چې هغې خپله هم سرکاري او غیر سرکاري محکمو کې کار کړې دې او هلته د دې دا تجربه شوې ده چې زنانو لپاره بینادي سهولتونو غوندې نشتوالې وي.

«لوې لوې دفترونه وي خو هلته دښځو لپاره تشناب نه وي ، د تشناب غوندې بنیادي ضرورت نه وي ، دا شان د میندواره ښځو لپاره د چهټې مسله هم ډیره وي. دا شان د ښځو لپاره یو بیل د ناستې ځایې چې پکې لږ ارام کولې شي هغه هم نه وي نو زنانه خو نارینو ته دا مسله اووایې چې ورته اوویل شي کار به اوشي خو هغه مسله نه هواریږي نو بیا ماته دا خیال راغلو چې کله پورې هر یونین کې د ښځو نمایندګي نه وي نو د ښځو مسلې څوک هم مخې ته نشې راوړې»

په خیبر پښتونخوا کې د ښځو یونین جوړولو په اړه د خیبر پښتونخوا د ټولنې خیر ښیګړې او د زنانو د ترقې محکمې پخوانې وزیره او موجوده سینټره ستاره ایاز وایې چې هغه د دې اقدام ستاینه کوي او هغه د خیبر پښتونخوا په زنانو کې دومره توان ویني چې هغې خپلو حقونو له به اوس په موثره توګه اواز اوچتولی شي.

«ګورئ موږ سره د زنانو حقونو او د هغې د تحفظ په اړه قوانین څومره ډیر دي خو هغه په موثره توګه ندې نافذ شوې ، نو د دې یونین د لارې زنانه به کوشش کوي چې په صحیح توګه نافذ شي نو زما پخیال د دې یونین جوړیدو سره به د ښځو په اړه د موجوده قوانینو نه به نورو ښځو ته فایدې اورسي»

د ښځو د ځانګړې یونین افتتاح به راروانه میاشت کې په باقاعده توګه کیږي.

XS
SM
MD
LG