پاکستان پيپلز پارټۍ نن شورو ورځ په اسلام آباد کي د چين او پاکستان ترمنځ د جوړېدونکي اقتصادي راهداری په اړه د راپورته شوي سياسي ناندري په اړه يو ټول ګوندیز کانفرنس رابللی دی. د خېبر پښتونخوا او بلوچستان سياسی ګوندونه دا تور لګوي چې واکمن مسلم ليګ ن دغه اقتصادي لويه لاره له دواړو صوبو څخه د پنجاب پر لور اړولې ده. پيپلز ګوند د ټول ګوندېز کانفرنس رابللو دغه فيصله د چارشنبې پر ورځ د پارټۍ د مرستيال مشر او پخواني ولمسمشر آصف علي زرداري په مشري کې د يوې غونډی پر مهال وکړه. د غونډي ګډونوال اخوندزاده چټان د مشال راډيو همکار عبدالحي کاکړ سره په مرکه کې وويل، پر دې موقع په قبايلي سيمو کې د بلدياتي انتخاباتو د کولو غوښتنه هم وشوه. نوموړي د غونډې نورحال له مشال راډيو سره شريک کړ
د پخواني اسلامیه کالج لایبریرې بنیاد کال ۲۰۱۳ کې ایښودل شوې وو او کال ۲۰۰۸ کې دې کالج ته د یونیورسټې درجه ورکړې شوه.
د بشري حقونو نړیوال سازمان په رپوټ کې د پاکستاني پارلمان پر غړو غږ کړی دی چې دا بل رد کړي چې رازونو او د بیان ازادۍ ته ګواښ دی.
په بلوچستان کې زیاتره سیاسي ګوندونه د مرکزي حکومت له دریځ سره متفق نه دي. د دوی په خبره، مرکزي حکومت له دغه ټاکل شوې لارې سره سره، د دوو نورو لارو خبره هم په پټ او مبهم انداز کوي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند چې په بلوچستان کې يې له مرکزي حکومتي ګوند مسلم ليګ (ن ) سره ګډ حکومت هم دی، د دې ګوند صوبايې صدر او سېنېټر عثمان خان کاکړ وايي، که چېرې وفاقي حکومت له پښتنو سيمو د پاک ـ چين کوريډور لاره واړوله نو دوی به په احتجاج لاس پوري کړي. دی وايي، چې د اربونو ډالرو ټولې معاهدې د چین او پنجاب ترمنځ دي. د مشال راډيو همکار اسرار عالم ورسره مرکه کړې
د عوامي نېشنل ګوند يوه مشره بشرا ګوهر وايي، هغوی د چين ولسمشر پاکستان د راتګ هرکلی کوي، د دې په خبره د دوی يو پلاوې به هم د چين له ولسمشره سره ليده کاته کوي او هغه ته به وايي، چې ياده لاره د پښتنو له سيمو وا نه ړوي. بشرا ګوهر وايي، که څه هم د چين لخوا د دې لوی پراجېکټ سره به په دغه سيمه کې د چين رول زيات شي خو نوموړې وايي چين په دغه سيمه کې د امريکا ځای دومره زر نشي نيولی. د مشال راډيو همکار اسرار عالم ورسره مرکه کړې
د پنځلسو کالو په موده کې به د پاکستان او چين ترمنځ د ۳۰۰۰ کلوميټره واټڼ اقتصادي کوريډور جوړ شي چې پکې سړکونه، رېل ګاډي پټلۍ او پايپلاينونه شامل دي.
په داسې حال کې چې د چين ولسمشر شي جینپینګ دا مهال د پاکستان په سفر دی، د پاکستان سرکاري راډيو وايې چې د چين ولسمشر به د پاک-چين اقتصادي راهدارۍ منصوبې له مخې په يو شمېر لوظنامو او يادشتونو لاسليک وکړي خو د پاکستان ځېنې سياسي ګوندونه تور لګوي چې وفاقي حکومت غواړي د چين له کاشغره د بلوچستان تر ګوادر
د خېبر پښتوخوا د پرایمري سکولونو استازان وایي چې اوسني او تیر حکومتونو لخوا د تېرو لسو کالو راهیسې د ترهګرۍ له وجې د لوبو په مد کې له ابتدايي «پرایمري» سکولونو سره مرسته نه ده شوې.
د هلمند امنیه قوماندان وايي، دوه داسې لیکونه يې په لاس ورغلي دي چې طالبانو او داعش په کې د یو بل پر ضد جهاد اعلان کړی دی دهلمند امنیه قوماندان وايي دوه داسي لیکونه يي په لاس ورغلي دي چې طالبانو او داعش په کې د یو او بل پر ضد جهاد اعلان کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د هلمند په شمال کې د داعش یوې دوه سوه کسیزې ډلې د موجودیت پخلی شوی دی. پاسوال نبي جان ملاخیل په یوه خبري ناسته کې ویلي کله چې د حکومت لخوا له وسلوالو سره د سولې خبرې تودې شي یو شمېر استخباراتي ډلې د جنګ د دوام لپاره نورې ډلې رامنځته کوي. نور راپور دلته واورئ
په لر او بر کې د پسرلي په رارسېدو شاعران غونډې او مشاعرې کوي. دوی وايي خلک له جنګونو ستړي دي او د مشاعرو په کولو سره د روانو خرابو حالاتو په وړاندې مزاحمت کوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته