د لاسرسي ځای

تازه خبر

'تر څو چې په وزیرستان کې پوځ وي، امنیت ساتل یې دنده ده'


د شمالي وزيرستان يو بل قبايلي مشر ملک نثار علي خان بيا وايي، چې په قبايلي سيمو کې د نافذ قانون ايف سي آر له مخې تر څو چې په وزيرستان کې پوځ موجود وي تر هغو د امنيت ټينګ ساتلو زمه واري پر خلکو نه بلکې په پوځ راځي.

د شمالي وزيرستان ۶۲ کډوالې کړل شوې کورنۍ له حکومت سره ((د شمالي وزيرستان ټولنيز تړون ۲۰۱۵ )) تر لاسليکولو وروستو خپلو کورنو ته ستنې شوي دي. پاکستان حکومت د شمالي وزيرستان کډوالو ته ويلي تر څو چې يې تړون نه وي لاسليک کړی تر هغو خپلو کورونو ته نشي ستنېدلی.

خو د شمالي وزيرستان يو شمېر مشران د دغه تړون خلاف دي.

د شمالي وزيرستان يو بل قبايلي مشر ملک نثار علي خان بيا وايي، چې په قبايلي سيمو کې د نافذ قانون ايف سي آر له مخې تر څو چې په وزيرستان کې پوځ موجود وي تر هغو د امنيت ټينګ ساتلو زمه واري پر خلکو نه بلکې په پوځ راځي.

د شمالي وزيرستان قبايلي مشر ميرکالام خان وايي، که يو خوا د دې تړون له مخې حکومت له وزيرستانيانو وسله اخلي نو بلخوا ورته وايي، چې د امنيت ټينګ ساتلو لپاره وسلوالې لښکرې جوړې کړي. د ده په خبره په تړون کې دا خبره هم شامله ده کچېرې څوک د امنيت ټينګ ساتلو يا د وسلوالو په نيولو کې ناکامه کېږي نو د کورونو ورانولو په ګډون به ورته يو شمېر سزاګانې ورکړل کېږي.

مير کالام زياتوي حکومت چې له دوی سره کوم تړون کول غواړي نو په هغه کې د دوی د بچو د سکول، کالج يا يونيورسټۍ جوړولو هېڅ ذکر نشته، د ده په خبره د پاکستان حکومت غواړي چې د شمالي وزيرستان ځوانان تعليمي ادارو ته د تلو پرځای د امنيتي سرتېرو څوکېداري وکړي.

د شمالي وزيرستان يو بل قبايلي مشر ملک نثار علي خان بيا وايي، چې په قبايلي سيمو کې د نافذ قانون ايف سي آر له مخې تر څو چې په وزيرستان کې پوځ موجود وي تر هغو د امنيت ټينګ ساتلو زمه واري پر خلکو نه بلکې په پوځ راځي. نوموړی وایي، که چېرې حکومت پر دوی په زوره دغه تړون لاسليک کوي نو دوی به له سياسي ګوندونو مرسته اخلي.

د شمالي وزيرستان د رزمک او دوسلي سيمو اوسېدونکی چې د ضرب عضب پوځي عملياتو دروان کې يې له خپلو کورونو کډې نه دي کړي هغوي ته هم ويل شوي چې ((د شمالي وزيرستان ټولنيز تړون ۲۰۱۵ )) لاسليک کړي، مير کالام وايي، کچېرې د شمالي وزيرستان د يادو سيمو اوسيدونکي او کډوال دغه تړون نه لاسليک کوي نو پرې د راشن بندولو پشمول يو شمېر نور بنديزونه لګېدی شي.

بلخوا د شمالي وزيرستان پوليټيکل ايجنټ عاطف رحمان له مشال راډيو سره په ځانګړو خبرو کې ورته تورونه رد کړي دي او وايي، چې دوی د شمالي وزيرستان په خلکو کومې زمه وارۍ اچوي هغه د ايف سي آر له قانونه بهر نه دي. د ده په خبره دا وار حکومت غواړي چې له ولس سره په ګډه وزيرستان جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG