عثماني باچهانو تر واک لاندې سیمو کې تر یو درځن زیات هېوادونه د نړۍ په نقشه کې رامنځ ته شول.
دا خبره په ښکاره کيږي چې دا د چين او پاکستان دوستي نه بلکې دا د پنجاب او پاکستان دوستي ده. د پنجاب او نورو وړوکو صوبو ترمنځ به اوس يو ټکر راځي
ولسمشر محمد اشرف غني وويل: د دولت وسله وال مخالفين له افغان ملي امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جنګيدو توان نه لري، ځکه ماشومان او بې ګناه ولس په نښه کوي.
د بلوچستان د صحت محکمې سیکرټر تېره شپه مشال راډیو ته وویل چې د تېښتول شوي ډاکټر د خلاسولو لپاره حکومتي هڅې روانې دي. د ده په وېنا،د ډاکټرانو د ساتنې مجموعي ستونزه هم د دوي په پام کې ده.
پاکستان پيپلز پارټۍ نن شورو ورځ په اسلام آباد کي د چين او پاکستان ترمنځ د جوړېدونکي اقتصادي راهداری په اړه د راپورته شوي سياسي ناندري په اړه يو ټول ګوندیز کانفرنس رابللی دی. د خېبر پښتونخوا او بلوچستان سياسی ګوندونه دا تور لګوي چې واکمن مسلم ليګ ن دغه اقتصادي لويه لاره له دواړو صوبو څخه د پنجاب پر لور اړولې ده. پيپلز ګوند د ټول ګوندېز کانفرنس رابللو دغه فيصله د چارشنبې پر ورځ د پارټۍ د مرستيال مشر او پخواني ولمسمشر آصف علي زرداري په مشري کې د يوې غونډی پر مهال وکړه. د غونډي ګډونوال اخوندزاده چټان د مشال راډيو همکار عبدالحي کاکړ سره په مرکه کې وويل، پر دې موقع په قبايلي سيمو کې د بلدياتي انتخاباتو د کولو غوښتنه هم وشوه. نوموړي د غونډې نورحال له مشال راډيو سره شريک کړ
د پخواني اسلامیه کالج لایبریرې بنیاد کال ۲۰۱۳ کې ایښودل شوې وو او کال ۲۰۰۸ کې دې کالج ته د یونیورسټې درجه ورکړې شوه.
د بشري حقونو نړیوال سازمان په رپوټ کې د پاکستاني پارلمان پر غړو غږ کړی دی چې دا بل رد کړي چې رازونو او د بیان ازادۍ ته ګواښ دی.
په بلوچستان کې زیاتره سیاسي ګوندونه د مرکزي حکومت له دریځ سره متفق نه دي. د دوی په خبره، مرکزي حکومت له دغه ټاکل شوې لارې سره سره، د دوو نورو لارو خبره هم په پټ او مبهم انداز کوي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند چې په بلوچستان کې يې له مرکزي حکومتي ګوند مسلم ليګ (ن ) سره ګډ حکومت هم دی، د دې ګوند صوبايې صدر او سېنېټر عثمان خان کاکړ وايي، که چېرې وفاقي حکومت له پښتنو سيمو د پاک ـ چين کوريډور لاره واړوله نو دوی به په احتجاج لاس پوري کړي. دی وايي، چې د اربونو ډالرو ټولې معاهدې د چین او پنجاب ترمنځ دي. د مشال راډيو همکار اسرار عالم ورسره مرکه کړې
د عوامي نېشنل ګوند يوه مشره بشرا ګوهر وايي، هغوی د چين ولسمشر پاکستان د راتګ هرکلی کوي، د دې په خبره د دوی يو پلاوې به هم د چين له ولسمشره سره ليده کاته کوي او هغه ته به وايي، چې ياده لاره د پښتنو له سيمو وا نه ړوي. بشرا ګوهر وايي، که څه هم د چين لخوا د دې لوی پراجېکټ سره به په دغه سيمه کې د چين رول زيات شي خو نوموړې وايي چين په دغه سيمه کې د امريکا ځای دومره زر نشي نيولی. د مشال راډيو همکار اسرار عالم ورسره مرکه کړې
د پنځلسو کالو په موده کې به د پاکستان او چين ترمنځ د ۳۰۰۰ کلوميټره واټڼ اقتصادي کوريډور جوړ شي چې پکې سړکونه، رېل ګاډي پټلۍ او پايپلاينونه شامل دي.
په داسې حال کې چې د چين ولسمشر شي جینپینګ دا مهال د پاکستان په سفر دی، د پاکستان سرکاري راډيو وايې چې د چين ولسمشر به د پاک-چين اقتصادي راهدارۍ منصوبې له مخې په يو شمېر لوظنامو او يادشتونو لاسليک وکړي خو د پاکستان ځېنې سياسي ګوندونه تور لګوي چې وفاقي حکومت غواړي د چين له کاشغره د بلوچستان تر ګوادر
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته