د پاکستان په کراچۍ ښار کې تېره شپه وژل شوې سبین محمود په پاکستان کې د مدنې ټولنې یو له مخکښو شخصیتونو څخه وه.
د سبین محمود تر مرګ روسته د ورک کړل شوو بلوڅانو لپاره مبارزه کونکي میر محمدعلي تالپور په خپل تویټر لیکلي چې موږ ډېره ایمانداره او مهربانه ملګرې وبایلله
د خېبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په ګنو نورو پښتون ميشتو سيمو کې د قيصه خوانۍ د شهيدانو ورځ ولمانځل شوه. د ۱۹۳۰ م کال د اپرېل پر ۲۳ مه نېټه انګريز سامراج د پېښور ښار په زړه قيصه خوانۍ کې د باچاخان او خدايي خدمتګارانو په مشرۍ د سول نافرمانۍ تحريک چلونکو بې وسلو مظاهره چيانو ډزې وکړې چې د تاريخپوه وقار علي شا په خبره قیصه خوانۍ په قصابخانه بدله شوه چې پکې په سلګونو کسان ووژل شول. له وقار علي شا صېب سره زموږ همکار اسرار عالم مومند مرکه کړې راځۍ چې په ګډه ورته غوږ شو.
نواز شريف همدراز سعودي چارواکي له هغو اقداماتو خبر کړل چې پاکستان د يمن په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا تر پرېکړې وروسته اخيستي دي.
عثماني باچهانو تر واک لاندې سیمو کې تر یو درځن زیات هېوادونه د نړۍ په نقشه کې رامنځ ته شول.
دا خبره په ښکاره کيږي چې دا د چين او پاکستان دوستي نه بلکې دا د پنجاب او پاکستان دوستي ده. د پنجاب او نورو وړوکو صوبو ترمنځ به اوس يو ټکر راځي
ولسمشر محمد اشرف غني وويل: د دولت وسله وال مخالفين له افغان ملي امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جنګيدو توان نه لري، ځکه ماشومان او بې ګناه ولس په نښه کوي.
د بلوچستان د صحت محکمې سیکرټر تېره شپه مشال راډیو ته وویل چې د تېښتول شوي ډاکټر د خلاسولو لپاره حکومتي هڅې روانې دي. د ده په وېنا،د ډاکټرانو د ساتنې مجموعي ستونزه هم د دوي په پام کې ده.
پاکستان پيپلز پارټۍ نن شورو ورځ په اسلام آباد کي د چين او پاکستان ترمنځ د جوړېدونکي اقتصادي راهداری په اړه د راپورته شوي سياسي ناندري په اړه يو ټول ګوندیز کانفرنس رابللی دی. د خېبر پښتونخوا او بلوچستان سياسی ګوندونه دا تور لګوي چې واکمن مسلم ليګ ن دغه اقتصادي لويه لاره له دواړو صوبو څخه د پنجاب پر لور اړولې ده. پيپلز ګوند د ټول ګوندېز کانفرنس رابللو دغه فيصله د چارشنبې پر ورځ د پارټۍ د مرستيال مشر او پخواني ولمسمشر آصف علي زرداري په مشري کې د يوې غونډی پر مهال وکړه. د غونډي ګډونوال اخوندزاده چټان د مشال راډيو همکار عبدالحي کاکړ سره په مرکه کې وويل، پر دې موقع په قبايلي سيمو کې د بلدياتي انتخاباتو د کولو غوښتنه هم وشوه. نوموړي د غونډې نورحال له مشال راډيو سره شريک کړ
د پخواني اسلامیه کالج لایبریرې بنیاد کال ۲۰۱۳ کې ایښودل شوې وو او کال ۲۰۰۸ کې دې کالج ته د یونیورسټې درجه ورکړې شوه.
د بشري حقونو نړیوال سازمان په رپوټ کې د پاکستاني پارلمان پر غړو غږ کړی دی چې دا بل رد کړي چې رازونو او د بیان ازادۍ ته ګواښ دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته