ايران او د نړۍ شپږسترقدرتمن هېوادونه وايي، د ايران د اټمي موافقه ليک د چوکاټ په اړه موافقې ته رسېدلي دي.
ټاکل شوې ده د اټمي موافقې په اړه اخري پرېکړه د جون په دېرشمه وشي.
د اټمي موافقې د چوکاټ په موافقه لیک کې پنځه ژمنې شاملې دي.
ايران او د نړۍ شپږو سترو قدرتونو د اپرېل د مياشتې په دوهمه وويل چې دوی د ايران د اټمي موافقې د چوکاټ په اړه د موافقې سلا کړې ده. په دې موافقه کې پنځه ژمنې شاملې دي چې داسې دي.
لومړی:
د اپرېل په دوهمه د امريکا له خوا په خپاره شوي سند کې راغلي چې د ژمنو له مخې د ايران د يوې اټمي وسلې لپاره د کافي يورانيمو غني کولو ته پکار وخت د لسو کالو په اوږدو کې تر يوه کاله اوږدېدلی شي.
د يوې وسلې جوړولو په خاطر د يورانيمو د غني کولو لپاره ايران ته پکار وخت وقفه نومیږي.
اوس مهال د ايران د وقفې وخت له دووڅخه تر درو مياشتو پوري اټکل شوی دی.
د وسلو د کنټرول د ادارې د وسلو د توليد او پراختيا د مخنیوي د پاليسۍ د برخې ريسې کيلسي ډاونپورټ ويلي چې د وسلو د توليد او پراختيا د مخنيوي له نظره په دې موافقه کې مهم شرطونه ايښودل شوي دي. مېرمن کيلسي وايي:
″دا موافقه په برياليتوب سره د ايران مخه نيسي چې د اټمي وسلو د توليد لپاره پکار يورانيم او پلوټونيم پر يوځای غني کړي او له دې موافقې څخه د سرغړونې په صورت کې د څار لپاره سخت قوانين جوړ شوي دي.″
دوهم:
سنتريفيوجونه د انرژۍ، طب، او ساينسي مقاصدو او همدا رازد اټمي وسلو د توليد لپاره کارېدلی شي.
د اپرېل په دوهمه د اعلان شويو شرايطو له مخې، ايران به د سنتريفيوجونو شمېر له ۱۹۰۰۰ څخه ۶،۱۰۴ ته راکم کړي.
له دې سنتريفيوجونو څخه به ۵،۰۶۰ اجازه ولري چې تر راتلونکو لسو کلونو پوري يورانيم غني کړي.
اضافي سنتريفيوجونه به د نړېوالې اټمي انرژۍ د ادارې او ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د ادارې تر څارلاندې زېرمه کړل شي.
درېيم:
ايران موافقه کړې ده چې د اټمي وسلو لپاره تر پکارکم يورانيم به غني کوي او د اوسنۍ ۱۰،۰۰۰ کيلو ګرامه يورانيمو زېرمه به تر ۳۰۰ کيلو ګرامه پورې د پنځلسو کلونو لپاره کمه کړي.
څلورم:
ايران دا موافقه هم کړې ده چې نړېوالې اټمي انرژۍ ادارې ته به اجازه ورکړي چې د دې هېواد د ټولو اټمي تاسيساتو څېړنه وکړي.
د موافقې له مخې به ايران د اټمي انرژۍ نړېوالې ادارې څارونکو ته اجازه ورکړي چې د يورانيمو د غني کولو لپاره مشکوکو ځايونو پلټنه وکړي.
پنځم:
د امريکا له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې که ايران خپلې ژمنې پرځای کړي، پر دې هېواد لګېدلي نړېوال بنديزونه به ليری کړای شي.
د بنديزونوپه ليري کولو کې به د امريکا او اروپايي اتحاديې له خوا بنديزونه او د ملګروملتونو د امنيت شورا بنديزونه لېرې کول شامل وي او دا به له هغه وروسته وي چې ايران ټولې مهمې ژمنې پوره کړي.